خوستيانو د کريکټ د ملي لوبډلي هرکلی وکړ
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د خوستيانو په غوښتنه او بلنه د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۱۵) دغه ولايت ته سفر وکړ. ويل کيږي چي لوبغاړي به څو ورځي په خوست ولايت کي تيري کړي.
د خوست په زرونو اوسېدونکو د کريکټ ملي لوبډلي ته په ډولونو او اتڼونو هرکلی ووايه.
لوبډلي ته د خوست د کريکټ په نړيوال لوبغالي کي مراسم نيول سوي ول. د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکو ويل چي دغه شان خوشحالي يې له ډېر وخت راهيسي نه ول ليدلې.
خوستيان په دې ډېر خوشحاله ول چي د ملي لوبډلي اتلان يې ولايت ته ورغلی دی او له دوی سره له نژدې ګوري.
د کريکټ لوبغاړو هرکلي ته د خوست ولايت والي عبدالجبار نعيمي هم ور وتلی وو. هغه د افغان کريکټ لوبډلي لوبغاړي د سولي سفيران وبلل.
د افغان کريکټ لوبډلي کپيتان محمد نبي، چي په لوبو کي ستري مېړاني ښيي.
د خوست د کرېکټ په نړيوال لوبغالي کي تراوسه پوري په دغه شمېر انسانان نه ول راټول سوي. د دغي ليدني کتني د چارو د تنظيموونکو په خبره نزدې شل زره کسان راټول سوي ول. او په زرونو نور تر لوبغالي دباندي ولاړ ول.
د کريکټ د ملي لوبډلي لوبغاړو ته له پښتني دود سره سم لونګۍ هم پر سرونو ور وتړل سوې. د يادني وړ ده چي په ملي لوبډله کي د خوست دوه تنه اوسېدونکي نوروز منګل او نور علي ځدران هم لوبيږي.