1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

خلیلزاد سولې ته په رسیدو کې له کومو خنډونو سره مخامخ دی؟

۱۳۹۷ بهمن ۱۵, دوشنبه

زلمي خلیلزاد له میاشتو راهیسې په دې هڅه کې دی چې په لږ وخت کې د افغانستان جګړې ته د حل لار وموندي ترڅو خپل هیواد ته د امریکایي ځواکونه د بیرته ستنیدو زمینه برابره شي. خو د خلیلزاد په مخ کې ستونزمنه لار پرته ده.

https://p.dw.com/p/3Cfqj
Afghanistan Zalmay Khalilzad in Kabul
انځور: picture-alliance/AA/Afghan Presidency Press Office

د امریکا متحده ایالاتو له خوا له ډیر وخت راهیسې ټینګار کیدی چې طالبان او افغان حکومت دې سره مخامخ مذاکرات وکړي خو طالبانو به تل دغه غوښتنه ردوله. بالاخره د تیر کال په سپتمبر میاشت کې د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په قطر کې د امریکا په استازیتوب له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړي.

د افغانستان د جګړي اږدیدو او د لګښتونو لوړوالی د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، حوصله تنګه کړې ده. ویل کیږي چې هغه غواړي په افغانستان کې د خپلو میشتو شاوخوا ۱۵۰۰۰ ځواکونو نیمایي برخه له دې هیواده وباسي. دې موضوعګانو داسې احساس رامنځ ته کړی دی چې خلیلزاد غواړي په بیړه د افغانستان شخړه له سیاسي لارې پای ته ورسوي.

طالبان چې له ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې یې د افغانستان پر ډیرو سیمو کنترول لاره، له ۱۷ کلونو راهیسې د افغان حکومت او نړیوالو ملاتړو پر ضد یې جنګیږي. دغې ډلې چې یو وخت یې د سپتمبر د یوولسمې نیټې د بریدونو پلانوونکی او د القاعدې ترهګرې ډلې مشر اسامه بن الادن، په خپله خاوره کې ساتلی وو، اوس امریکایي چارواکو ته ډاډ ورکړی دی چې په راتلونکې کې به ترهگري ډلي د افغانستان له خاوري ګټه وا نه خلي.

طالبانو له امریکا متحده ایالاتو څخه غوښتي دي چې د دې په بدل کې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. د امریکایي چارواکو له څرګندونو څخه داسې ښکاري چې هغوی هم له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د بشپړ او یا هم قسمي وتلو پلوي دي.

خو ډیر کارپوهان بیا اندیښنه لري چې له افغانستان څخه د ناټو د ټولو ځواکونو وتل به په دې هیواد کې یو کمزوری او مفسد حکومت پر واک پریږدي چې د ړنګیدو له ګواښ سره به مخامخ وي. دا اندیښنه هم شته چې د ځواکونو وتل به د افغانستان جګړه چې لا وختي یې په سونو زره کسان وژلي دي، لا پسې توده کړي.

څوک مذاکرات کوي؟

په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالات ټینګار کوي چې «د افغانانو په مشري» د سولې یوه بهیر ته ژمن دي، د سولې روانې خبرې اترې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو استازو تر منځ دي چې په قطر کې ترسره کیږي.

دغه ډله اوس د افغانستان پر څه نا څه نیمایي برخې یا کنترول لري او یا یې هم په کې نفوذ لري. د جګړي په ډګر کې د افغان ځواکونو تلفات دومره لوړ دي چې افغان حکومت او امریکا متحده ایالاتو په دې اړه معلومات سري يا پټ کړي دي. په ځینو مواردو کې طالبان لنډه موده پر ښارونو په کنترول هم توانیدلي ول چې بیا بیرته افغان او ناټو ځواکونو پر شا تمبولي دي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر مشري تازه د ملا عبدالغني برادر پر غاړه اچول شوې ده چي تر دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو جنګي قوماندان وو او تازه په پاکستان کې له اته کلن زندانه آزاد شوی دی. داسې باور شته چې ملا برادر د طالبانو په منځ کې له دومره اعتباره برخمن دی چې د سولې د یوه تړون په صورت کې د لومړی کرښې جنګیالي دې ته وهڅوي چې له جګړې لاس واخلي. په قطر کې د طالبانو د دفتر په استازو کې د دې ډلې دوه داسې قوماندان هم شته چې په ۲۰۱۴م کال کې د یوه امریکایي سرتیري د آزادي په بدل کې د ګوانتانامو له زندان څخه خوشي شول.

خلیلزاد له پاکستان سره هم په خبرو بوخت دی. له چین، هندوستان او روسیې سره یې هم مذاکرات روان دي. دغه هیوادونه هم د افغانستان د سولې په بهیر کې خپلې ملاحظې لري.

پر څه موافقه شوې؟

ویل کیږي چې دواړه اړخونه تر ډیره حده پورې پر داسې یوې موافقې سره سلا شوي چې له مخې به یې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وځي او طالبان به ژمنه کوي چې په راتلونکې کې به د افغانستان خاوره د امریکا پر ضد نه کارول کیږي. دا هم ویل کیږي چې دواړه خواوې د یوه اوربند او موقتې حکومت پر جوړولو باندې هم بحث کوي.

خلیلزاد ویلي دي چې هیواد یې د ښځو حقونو، د قانون حاکمیت او د مطبوعاتو آزادۍ ته ژمن پاتيږي، خو روښانه کړې یې ده چې پر دې موضوع باندې باید پخپله افغانان مذاکره وکړي.

د افغان حکومت برخلیک څه کیږي؟

د افغانستان پر حکومت باندې د فساد تور لګول کیږي او همدا اوس له قومي او جناحو له لحاظه ویشل شوی دی. افغان حکومت په ډیرو مواردو کې یوازي د افغانستان د ولایتونو پر ښارونو باندي کنترول لري او طالبانو بیا پر ولسوالیو او د ښارونو پر څنډو باندې حاکم دي.

امریکا متحده ایالاتو او ناټو د ۲۰۱۴م کال په پای کې په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه، خو اوس هم په عملیاتو کې د افغان ځواکونو هوایي ملاتړ کوي. افغان ولسمشر چې په خپله هم په راروانو ټاکنو کې نوماند دی، په کلکه د یوه موقت حکومت مخالفت کوي او وایي چې ټاکنې باید و نه ځنډول شي.

داسې ښکاري چې ولسمشر غني دې په روانو خبرو اترو کې څنډې ته شوی وي. د سولې په چارو کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی عمر داودزی، د خلیلزاد په تعقیب هغو هیوادونو ته سفر کوي چې د امریکا استازی ورته سفر کړی دی، څو ځان په چارو خبر کړي.

که طالبان واک ته ورسیږي، څه کیدای شي؟

د طالبانو د واکمنۍ خاطري اوس هم تازه دي. دغې ډلې د نجونو پر تعلیم او له کوره بهر د هغوی پر کار باندې بندیز لګولی وو. خو طالبانو په وروستیو وختونو کې د دې موضوعګانو په اړه خپله لهجه یو څه نرمه کړې ده. تیره اوونۍ دې ډلې پر افغانانو باندې غږ وکړ چې «تیر هیر کړي او یو بل وزغمي».

که څه هم طالبان په وروستیو وختونو کې له پوځي لحاظه پیاوړي شوي دي، خو دا لا روښانه نه ده چې دغه ډله دې دومره ځواک ولري چې افغان حکومت راوپرځوي. دې ډلې روښانه کړې ده چې د قدرت انحصار نه غواړي.

له بلې خوا بیا د افغانستان حکومت چې د لویدیځو هیوادونو له ملاتړ څخه برخمن دی د اداري فساد او نه مؤثرتیا له تورونو سره مخامخ دی. افغانان د عامه خدماتو له ټیټ کیفیت، ناامني او پراخ فساد څخه سر ټکوي.

که څه هم ښځو په وروستیو څه نا څه دوو لسیزو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي، خو اوس هم افغانستان په نړۍ کې د ښځو له پاره یو له تر ټولو خطرناکو هیوادونو څخه شمیرل کیږي.

افغانان به د هر داسې تړون هرکلی وکړي چې په پایله کې یې امنیت او د حکومتوالی کیفیت ښه شي. خو د افغانستان اوسیدونکي نه پر حکومت او نه هم پر طالبانو باندې پوره باور لري. ډیر کسان په دې باور دی چې امریکا متحده ایالات به له طالبانو سره یوه تړون ته غاړه کښېږدي، خو د وروستي امریکايي سرتیري له وتلو سره به افغانستان یو ځل بیا د یوې کورنۍ خونړۍ جګړې پر لور ولاړشي.

ایا سوله شونې ده؟

په افغانستان کې له لسیزو راهیسې جګړه روانه ده. که څه هم طالبانو او امریکا متحده ایالاتو په وروستیو غونډو کې ځینې موافقې کړې دي، خو لا تر اوسه پورې په دې برخه کې کوم تړون نه دی لاسلیک شوی.

دا لا روښانه نه ده چې ایا طالبان غواړي او یا هم کولی شي چې د نورو وسله والو ډلو مخه ونیسي، ځکه په افغانستان کې د داعش په ګډون نورې ترهګرې او یاغي ډلې هم فعاله دي. داسې اندیښنې شته چې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د یوه تړون په صورت کې به د دې ډلې یو شمیر جنګیالي له داعش سره یوځای شي.

امریکا متحده ایالات ادعا کوي چې په افغانستان او پاکستان کې یې تر ډیره بریده پورې د القاعدې ریښې له منځه وړي دي. خو ویل کیږي چې اوس هم د القاعدې د مشر ایمن الظواهري او د اسامه بن لادن د زوی حمزه په ګډون د القاعدې لوړپوړي غړي په همدې سیمه کې میشت دي.

پرته له دې چې د دغو کسانو موقعیت او په سیمه کې هغوی ته پناه ورکوونکي معلوم شي، نو دا به سخته وي چې له طالبانو سره د سولې د یوه تړون په پایله کې د القاعدې مشران وموندل شي.

له دې سره به نو امریکا متحده ایالات یو ځل بیا په هغه موقعیت کې وي چې څه نا څه دوه لسیزې مخکې په کې وه کله چې د بهرنیو جنګیالیو یوې وړوکې ډلې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر میاشتې د یوولسمې نیټې بریدونه پلان کړل.