حمیدالله د چاپیریال ساتلو ته ملا تړلې ده
حمیدالله ۳۰ کلن ځوان دی چې له خپل ابتکار سره یې د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ څیره بدله کړې ده. هغه خلک د نهالګیو کرنې ته هڅولې دي او له دې کار سره په یوه سیمه ییز اتل بدل شوی دی.
هغه لومړی یوې موسسې سره کار کاوه او له پروژو څخه پاتې پیسې یې د نهالګیو په کرهنې ولګولې.
حمیدالله پخپل یو محصل دی او د چاپیریال له ساتنې سره ډیره لیوالتیا لری.
حمیدالله تر اوسه پورې د چهاردرې ولسولۍ په بیلابیلو کلیو کې شاوخوا ۵۰۰۰ نهالګي کرلي دي.
د سیمې اوسیدونکې د حمیدالله خبرې مني او د چاپیریال په ساتنه کې برخه اخلي.
حمیدالله او همکارانو یې په سیمه کې ډیر شمیر زینتي نهالګي کرلي دي.
خلکو هم له حمیدالله سره د نهالګیو په برابرولو کې مرسته کړې ده.
حمیدالله همداراز له خلکو څخه غوښتې چې د کرل شویو نهالګیو ساتنه هم وکړي. هغه په دې برخه کې ورته روزنې هم ورکړې دي.
حمیدالله له موشوموالي د نهالګیو له کرلو او د چاپیریال له ساتنې سره لیوالتیا لرله.
حمیدالله وایي چې ونې له انسانانو سره اړیکه لري او د هغوی پر روحیه باندې اغیزه اچوي.
حمیدالله اوس په سیمه کې د ډیرو ځوانانو له پاره په یوې بیلګې باندې بدل شوی دی.