کرزی: امریکا غوښتل افغانستان پاکستان ته وسپاري
۱۳۹۳ اسفند ۴, دوشنبه
حامد کرزی ۱۳ کاله په افغانستان کې واکمن وو. هغه د خپلې واکمنې په لومړیو کلونو کې لویديځوالو ته ډیر نزدې وو خو وروسته یې بیا له امریکا متحدو ایالاتو سره اړیکې خړي پړي شوې. د آلمان ARD تلويزيون په لومړي ځل له کرزي سره د هغه تر کاري دورې وروسته خبري کړې دي.
پوښتنه: کله چې تاسو په دهلي کې واست نو ویلي مو ول چې د خپل کار تمامیدو ته لار څاری. اوس مو کار پای ته رسیدلی دی، وخت څنگه تیریږي؟
حامد کرزی: ډیر خوشحاله یم. ډیر مصروفه هم یم. ډیر ملگري مې د لیدو له پاره راځي. ډیر افغانان راځي چې ما وویني. خلک مي ډیر ښه خیال ساتي.
پوښتنه: په ورځ کې څه کارونه کوئ؟
حامد کرزی: له سهاره بیا تر درو بجو ډیر مصروف یم. تر درو نیمو بجو وروسته تر اوو بجو یو څه آرام کوم. بیا وروسته یو څه غیر رسمي وخت له خپلو ملگرو سره تیروم او د شپې ډوډۍ خورم.
پوښتنه: ایا د سولې د خبرو اترو له پاره هیلمن یاست؟ ایا کومه پایله به ولري؟
حامد کرزی: زه د سولې د خبرو اترو پیلیدو ته سترگې په لار یم. دا چې د دغو خبرو اترو د پیلیدو شرایط هر څه وي ... زه پر دې خبر یم چې د پاکستان لوی درستیز څو ورځې مخکې دلته راغلی وو او دا خبر یې له ځان سره راوړ. دا زموږ له پاره مهمه ده او موږ ورته ژمن یو. موږ د سولې خبرو اترو ته ډېر لېوال يو.
پوښتنه: تاسو د سولې د راتلو له پاره ډیري هلې ځلې وکړې خو کومې پایلې یې نه لرلې. ولي فکر کوی چې دا ځل به د پاکستان وړاندیز تر نورو وختونو توپیر ولري؟
حامد کرزی: په افغانستان کې د سولې راتگ د افغانانو په پرتله په بهرنیانو او د هغوی په نفوذ پوري ډېره اړه لري. په خاصه توگه امریکا متحد ایالات او پاکستان پورې. تر هغه وروسته چې امریکا متحدو ایالاتو له افغانستان سره امنیتي تړون لاسلیک کړ او پوځي اډې یې ترلاسه کړې، دې هیواد اعلان وکړ چې طالبان یې نور دښمنان نه دي. په دې ترتیب سره د سولې د بهیر پر وړاندې یو خنډ له منځه ولاړ.
له بلې خوا اوس پاکستان هم رامخکې شوی دی. دا چې ولې اوس پاکستان دغه کار کړی دی موږ به یې په لامل وروسته پوه شو. دا چې له سولې سره د پاکستان د مرستې وړانديز رښتینی دی او که زموږ له پاره اهمیت نه لري. په دې مرحله کې موږ ډیر مشتاق یو چې طالبان له افغانانو سره د خبرو اترو له پاره کښینې.
پوښتنه: تاسو د امنیتي تړون له لاسلیکولو څخه ډډه وکړه خو ولسمشر غني دغه کار وکړ. اوس په افغانستان کې د ناټو د «بشپړ ملاتړ» ماموریت پیل شوی دی. ایا دا د افغانستان له پاره سم ماموریت دی؟ ایا دا به افغانستان ته گټه ورسوي؟
حامد کرزی: که هغوی افغانان روزي، نو زه یې ملاتړ کوم. که هغوی له افغان ځواکونو سره د لوجیستیک او تجهیزاتو په برخه کې مرسته کوي نو زه يې ملاتړ کوم.
خو زه د دې ملاتړ نه کوم چې د ناټو یا امریکایي ځواکونه دې د افغانستان پر کورونو باندي په عملیاتو کې برخه واخلي. زه په افغانستان کې د خاصو ځواکونو د عملیاتو ملاتړ هم نه کوم. خو که ناټو افغان ځواکونه روزي، د هغوی ملاتړ کوي او ورته تجهیزات ورکوي نو زمان له ملاتړه برخمن دي. خو د ناټو له خوا په افغانستان کې د پوځي عملیاتو د ترسره کیدو مخالف یم.
پوښتنه: خو اوس هم دغه شان عملیات جریان لري، که داسې نه ده؟
حامد کرزی: زه یې مخالف یم.
پوښتنه: تاسو څو واري ویلي دي چې پر امریکا متحدو ایالاتو باندې اعتماد نه لرئ. ایا کولای شئ ووايي چې ولې د بې اعتمادۍ دغه فضا ته ورسیدلاست؟
حامد کرزی: دا یوه اوږده کیسه ده. د اعتماد د کمیدو سلسله د ملکي تلفاتو له رامنځ ته کیدو سره پیل شوه ... هغه مهال ما امریکایانو ته وویل چې د ترهگرۍ ضد جگړه د افغانانو په کورونو او کلیو کې د جگړې په معنی نه ده. ما هغوی ته وویل چې له ترهگرۍ سره د مبارزې له پاره باید هغوی د ترهگرو اډې په نخښه کړي چې په افغانستان کې نه، بلکي په پاکستان کې دي. د امریکا متحدو ایالاتو حکومت په دې برخه کې زما سره د نظر توافق لاره خو بیا به یې هم د افغانانو پر کورونو باندي خپلو بریدونو ته دوام ورکاوه ... تاسو به اوریدلې وي چې د پاکستان پخواني ولسمشر له گاردین ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې هغوی طالبان روزل، څو د افغانستان حکومت له ستونزو سره مخامخ کړي. امریکا متحد ایالات په دې له ډیر پخوا پوهیدل او موږ هم ورته ویلي ول.
خو په ۲۰۱۳م کال کې کله چې زه له امریکايی چارواکو او ولسمشر اوباما سره وغږیدم نو پوه شوم چې هغوی غواړي په افغانستان کې اډې ولري خو په عین حال کې غواړي موږ په یوه ډول پاکستان ته وسپاري. دا نو زما له پاره وروستۍ نخښه وه. په دې ترتیب مې په ۲۰۱۳م کال کې امریکا متحدو ایالاتو ته تر سفر وروسته پریکړه وکړه چې له امریکا سره به امنیتي تړون لاسلیک نه کړم.
پوښتنه: کله چې تاسو په دې اړه خپلې اندیښنې شریکې کړې هغوی درته څه وویل؟
حامد کرزی: هغوی زموږ خبري ومنلې خو موږ ته يې وویل چې په دې اړه څه و نه وایو. دې موضوع وضعیت زموږ له پاره نور هم ستونزمن کړ. هغوی ومنله چې وضعیت همداسې دی خو هڅه یې وکړه چې موږ قانع کړي او مجبوره مو کړي. دا موضوع ډیره دردوونکې وه او زموږ له پاره نور دلایل هم راکړل چې خپل غږ پورته کړو او پر هغوی باندې باور و نه کړو.
پوښتنه: افغان حکومت په تیرو ۱۳ کلونو کې کومې اشتباوي کړې دي؟
حامد کرزی: موږ یقینن چې اشتباهات کړي دي. موږ ډیري تيروتني کړي دي. کله چې تاسو کار کوئ نو تيروتني هم رامنځ ته کیږي. خو دا د حکومتداری ستونزي وې او یا هم د بنسټونو د ودي او د ورځیني ژوند. د ستراتیژیکو گټو، ترهگرۍ او افراطیت سره د مبارزې په برخو کې نه یوازي دا چې افغانانو سخت کار کړی دی، بلکي د قرباني ورکولو له پاره هم تیار وو. په دې برخه کې زموږ سره جفا وشوه.
پوښتنه: ایا تاسو فکر کوئ چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې مو باید لا ډیر کار کړی وای؟
حامد کرزی: دا یو پروپاگند وو. کله چې ما د امریکا متحدو ایالاتو د حکومت پر ضد خپل غږ پورته کړ نو هغوی هڅه وکړه چې ما او زما حکومت د اداري فساد په نوم بدنامه کړي. دوی پخپله اداري فساد افغانستان ته راوست. د قراردادونو میلیاردونه ډالر زموږ په لاس کې نه ول، بلکې د امریکا متحدو ایالاتو په لاس کې ول. هغوی پخپله دغه قراردادونه ورکول. په تیرو ۱۳ کلونو کې ما ان د ۱۰۰ ډالرو په ارزښت هم کوم قرارداد نه دی لاسلیک کړی. له دې کبله نو دا د هغوی کار وو.
پوښتنه: آیا پر کوم څه پښیمانه ياست؟
حامد کرزی: هو ځینې پښیمانۍ شته. د بیلگې په توگه باید موږ د اساسي قانون د جوړولو پر مهال د افغانستان شرایط لا ډیر په پام کې نیولي وای. موږ باید د ملي امنیت رئيس د پارلمان د اعتماد رایې له پاره نه وای استولی ... په افغانستان کې د بشپړ آزاد بازار اقتصاد ښه کار ور نه کړ. موږ باید د آلمان یا دنمارک په څیر یو اقتصادي سیستم خپل کړی وای. موږ باید پر اقتصاد باندې یو څه کنترول لرلای.
پوښتنه: ډیر افغانان له اوسني حکومته نا هیلي دي او موږ ته یې وویل چې اوس هم غواړي تاسو بیرته واک ته وروگرځئ. ایا د دې امکان شته؟
حامد کرزی: نه ... که زه بیرته ولسمشر شم نو دا به د افغانستان د خلکو ناکامي وي. ما خپل کار کړی دی اوس نو باید د افغانستان نوی نسل رامخته شي او زه به یې تر شا ولاړ یم.
پوښتنه: مگر تاسو خو یوازې ۵۷ کاله عمر لري او انرژي لرئ.
حامد کرزی: هو، خو زه کولای شم خپله انرژي پر نورو برخو مصرف کړم. زه خپله انرژي د مشورو پر ورکولو، افغانانو ته د تحصیلي بورسونو پر برابرولو، د زده کړې له پاره د افغانانو پر هڅولو، د فرهنگي فعالیتونو کولو او نورو برخو کې مصرف شم. موږ باید مخ پر وړاندي روان سو او په تاریخ کې باید بند پاتې نه شو. زه اوس تاریخ یم.