حامد کرزي په پنجشير کې د جګړو په اړه اندېښنه ښوولې ده
۱۴۰۱ شهریور ۲۵, جمعهپه دې خبر پاڼه کې د کرزي له نقل قوله زياته شوې ده چې دی جګړه د حل لاره نه ګڼي. نوموړي د جګړو د درېدو او د اوسنۍ شخړې د حل له پاره د خبرو اترو او تفاهم د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.
کرزي د طالبانو له ادارې غوښتي چې د سولې او ثبات د تامین له پاره دې سملاسي د ملي بحث او ديالوګ زمینه برابره کړي.
حامد کرزی له هغو يو څو سياستوالو څخه دی چې د طالبانو له بيا واکمنۍ راهيسي په افغانستان کې پاتې دی. خو هغه منلې ده چې طالبانو ورته د خارجي سفرونو اجازه نه ده ورکړې.
په دې وروستيو ورځو کې په پنجشير کې د نښتو د زياتېدو د خبرو سره هم مهاله مقاومت جبهه او طالبان يو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعاوې هم کوي.
کرزی: د شلو کالو لاسته راوړني له منځه نه دي تللي
په هغه انځورونو او ويديوګانو کې چې په ټولیزو رسنیو کې لاس پر لاس کیږي، ليدل کیږي چې طالبان د مقاومت جبهې پر يو شمير بندي جنګيالو فایرونه کوي.
د طالبانو پر دې کړنه د انتقادونو تر زياتيدو وروسته د دغه ډلې چارواکو ويلي دي چې دا پېښه به وڅيړي.
په دې وورستيو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر (يوناما) په يوه خبر پاڼه کې د هغه څه په اړه چې په پنجشير کې یې له بشري حقونو څخه جدي سرغړونه بللې ده، خپله ژوره اندېښنه ښوولې ده او په دې اړه يې د څېړنو غوښتنه کړې ده.
ب. ص/ ن. ز