1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: په ایران کي د مظاهره کوونکو سره خواخوږي

۱۴۰۱ آبان ۱۹, پنجشنبه

د جرمني پارلمان په ایران کي د مظاهره کوونکو غورځنگ حمایه کوي او د ایران پر رهبرۍ باندي د نور سیاسي فشار غوښتونکی دی.

https://p.dw.com/p/4JKCy
Grünen-Bundesparteitag | Annalena Baerbock und die Schauspielerin Pegah Ferydoni
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د برلین څخه ویل کیږي، چي جرمني « ظالمانه تشدد» غندي او د هغو خلگو طرف ته ولاړ دی چي د بشر د حقوقو د نقضولو پر ضد، ازادۍ، پخپله خوښه تصمیم نیولو او دیموکراسۍ له پاره مبارزه کوي. 

خارجه وزیري انالینا بیربوک د اپوزیسوني حزبونو د کړیو څخه هغه انتقاد رد کړ، چي گواکي د جرمني حکومت او د اروپا اتحادیه د ایران په موضوع کي پوره قاطعیت نه لري. بیربوک وايي چي د اروپا اتحادیه په چټکۍ سره د ایران پرضد د نورو تعزیراتو پر وضع کولو باندي کار کوي.