جرمني بیالوژیکي رنګارنګي غواړي
۱۴۰۱ آذر ۲۶, شنبهاعلان
لیمکه د کاناډا په مونتریال کي د خپلي بیانیې پر وخت خبرداری ورکړ، چي د حیواناتو او نباتاتو یو ملیون مختلف انواع د انقراض له خطر سره مواجه دي.
د زرغون حزب دغې سیاستمداري په مشخص ډول د دې غوښتنه وکړه، چي د ملګرو ملتونو دغه کنفرانس دي تصمیم ونیسي، چي تر ۲۰۲۳ م کال پوري د وچي او بحرونو حداقل ۳۰ فیصده ساحه په مؤثر ډول سره تر حفاظت لاندي راوستل سي.
هغې د جرمني د حکومت هغه وعده بیا تکرار کړه، چي د ۲۰۲۵ کال څخه به هر کال د بیالوژیکي رنګارنګي پخاطر یونیم ملیارډ یورو تخصیص کړي.