جاپان پر هیروشیما د اتومي برید یادونه کوي
۱۳۹۲ مرداد ۱۵, سهشنبهپه هيروشيما کي لسو زرو کسانو د اټومي ناورين د قربانيانو يادونه وکړه. د هيروشیما پيښي د يادون په مراسمو کي لومړي وزير شينزو آبه، د جاپان د اټومي وسلو د نه توليد او ځای پر ځای کولو اصولو ته پايبند دی.
د ۱۹۴۵ کال د اگست مياشتي پر شپږمه نېټه د سهار پر ۸ بجو او ۱۵ دققو باندي په جنگ کي لومړی اټومي بم چي «اولا گی» نومېدی د جاپان د هيروشميا پر ښار باندي استعمال سو.
د جاپان پر هيروشيما ښار باندي د اټومي بم تر استعمال وروسته د اگست مياشتي پر ۹ نېټه امريکايانو د دغه هيواد پر ناگاساکي ښار باندي دوهم اټومي بم استعمال کړ. په دغه اټومي يرغل کي سمدلاسه ۱۰۰۰۰ کسان ووژل سول او د کال تر پايه پوري په هيروشيما او ناگاساکي کي تر ۲۰۰۰۰۰ ډېرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. تر اوسه هم د دغو بمونو له اثراتو څخه خلک مري.
د دغو بمونو استعمال په دوهمه نړيواله جگړه کي د جاپان د تسليمۍ سبب سو. جاپان د ۱۹۴۵ کال په سپتمبر مياشت کي متحده ايالاتو ته تسليم سو.
په جاپان کي د اټومي بمونو د قربانيانو يادونه په داسي حال کي يادونه کيږي، چي د دغه هيواد د لومړي وزير حکومت د اټومي بټيو د بيا فعاله کولو تلاش کوي. دوه کاله دمخه د دغه هيواد په فوکوشيما کي تر سختي زلزلې او سونامي وروسته انساني ناورين رامنځ ته سو او په دغه هيواد کي نزدې ۵۰ اټومي بټۍ وتړلي سوې.
له دغو اټومي بټيو څخه دوو يې په ۲۰۱۲ کال کي بيرته فعاله سوې. د سونامي تر ناورين دمخه د دغه هيواد ۳۰ سلنه بريښنا د اټومي بټيو په مرسته برابريدله.