تونس په دولتی ادارو کې پر حجاب بندیز وضع کړ
۱۳۹۸ تیر ۱۵, شنبهد تونس لومړي وزير یوسف الشاهد د يوه فرمان په لاسليکولو سره ښځې له مخ پټولو يا حجاب کولو ايسارې کړي دي. د نوموړي د دفتر له خوا ويل شوي چې لومړي وزير يو فرمان تصویب کړی چی له مخې به یې «دولتي ادارو او تاسيساتو ته د هر هغه چا د ورتگ مخه نيسي چې مخ یې پټ کړی وي.» زياته شوې ده چې دا پريکړه د امنيتي دلايلو پر اساس شوې ده.
په تونس کې دغه پريکړه تر هغه وورسته کيږي چې په پلازمينه تونس کې د جون میاشتې په پای کې دوو خونړيو بريدونو دوه کسان ووژل او اووه تنه نور یې ټپيان کړل.
د تونس د کورنيو چارو وزارت له خوا بیا ويل شوي چې د جون میاشتې د خونړيو بريدنو طراح د سه شنبې په ورځ پلازمينې تونس ته څیرمه په یوه سيمه کې په ځان پورې تړلي مواد چوولي دي. هغه د پولیسو له خوا تر تعقیبدو وروسته دغه گام پورته کړی څو ونه نيول شي. خو نوموړي د عيني شاهدانو هغه ادعاوې رد کړې وې چې ګواکې د ځان پټولو په موخه یې نقاب اچولی وو.
پوليسو ته د ويښ پاتېدو لارښووونه
په تونس کې لا د ۲۰۱۴م کال په فیبرورۍ میاشت کې پولیسو ته لارښوونه شوې وه چې نقاب اچوونکې په کلکه وڅاري. دا گام د ترهگرۍ ضد مبارزې په چوکات کې اخیستل شوی وو څو له حجاب يا نقاب څخه ناوړه استفاده ونه شي.
نقاب او د اسلامي جامو نور ډولونه د پخوانيو سيکولر ولسمشرانو زين العابدين بن علي او حبیب بورقیبه د حکومت په دورو کې هم بند ول تر هغه وخته چې په ۲۰۱۱م کال کې د يوې کودتا په نتيجه کې د بن علي حکومت نسکور کړل شو.
bs/hk (AFP, Reutes, dpa)
زموږ له آرشيف څخه: