ترکيي د ناټو غونډه رابللي ده
۱۳۹۱ تیر ۴, یکشنبهد ترکيې د جنګي الوتکي د ويشتلو پر سر د انقرې او دمشق چي يو وخت سره نزد ې ملګري ول، اوس تاوتریخوالی وار په وار زياتيږي. تر دې مخکي سوريي وويل، چي هوايي قواوو د« تروريستانو» هغه يو بريد شنډ کړی دئ، چي له ترکيې څخه د سوريي هوايي قلمرو ته داخل شوي وو. له دې خبر څخه د سوريي مقصد د ترکيي يوه جنګه الوتکه وه چي د سوريي د قواوو له خوا رانسکوره شوې ده.
ترکيه د عربي هيوادونو او امريکا متحده ايالاتو ترڅنګ اوس د سوريې د بشارالاسد رژيم په مخالفت کي دريځ نيولی دئ.
د ترکيي د بهرنيو چارو وزير، احمد دولت اوغلو وويل چي د سوريي له چارواکو سره په «همغږي» په دوو تري تم شوو ترکي پيلوټانو پسي لټون روان دئ. هغه دا خبره رده کړه چي هغوی د لټون په «ګډو»عملياتو لاس پوري کړی دئ.
هغه وويل چي ويشتل شوې الوتکې د ترکيي ښکاره نښان او سبمول درلود او د سوريي هغه وينا ئي رده کړه چي ګويا الوتکه له ويشتلو څخه مخکي د تشخيص وړ نه وه.
دولت اوغلو وويل، چي د هغه هيواد به دا قضيه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته وړاندي کړي. هغه يادونه وکړه چي الوتکه په وسلو سمبال نه وه او دا چي د کورني رادار سيستم د يوې آزمويني له پاره الوتې وه.
د ترکيي د بهرنيو چارو وزير دا خبره مني چي ترکي الوتکه ۱۵دقيقي تر هغه مخکي وويشتل سوه، چي په ناڅاپي توګه د سوريي خاوري ته «په لڼده توګه» ننوتلي وه.
هغه وويل: «زموږ الوتکه د سمندر پر سر ۱۳ ميله د سوريي له پولي څخه ليري په نړيوال هوايي قلمرو کي وويشتل شوه.»
ځيني کارپوهان وايي چي دا الوتکه په ډير حساس وخت کي ويشل شوي ده، هغه دا چي ښايي د سوريي هوايي دفاع چي په روسي رادار سيستم سنبال ده، تر آزمويني لاندي نيول شوي وي.
د ناټو استازي د سه شنبه په ورځ د ترکيي په غوښتنه سره غونډه کوي. د ناټو د غړي هيواد په توګه ترکيه حق لري چي له خپلو متحدينو سره سلا مشوره وکړي او دې حملي ته مناسب ځواب ورکړي.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير دا حمله غندلي ده او د المان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويله پر ترکيي باندي د زغم ږغ کړی دئ.
آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض