ترمپ ځان ته د دفتر نوی مشر وټاکه
۱۳۹۷ آذر ۲۴, شنبهاعلان
د متحده آيالاتو ولسمشر دغه نوی خبر د خپلې معمولې لارې څخه خپور کړ: د تويتر په يوه پيغام کې يې وليکل چې د بودجې د چارو مشر، ميک ملواني، به د سپينې ماڼۍ د دفتر سرپرست مشر وټاکل شي.
دا چې دغه ۵۱ کلن سياستوال به يوازې په موقتي توګه دغه دنده اشغالوي که څنګه، لا څرګنده شوې نه ده. له سپينې ماڼۍ څخه ويل شوي چې «د وخت حد» ورته ټاکل شوی نه دی. د دې پوښتنې په ځواب کې چې ترمپ بيا ملواني ولې يوازې د سرپرست په توګه اعلان کړی، داسې وويل شول: «ځکه چې ولسمشر داسې غوښتل.»
يو ځل بيا بدلون
تېره اوونۍ معلومه شوې وه چې اوسنی د دفتر رئيس، جان کلي غواړي چې خپله دنده د سږ ميلادي کال تر پايه پورې له ۱۶ مياشتو فعاليت وروسته پرېږدي. هغه د ۲۰۱۷ کال په جولای کې د رېنس پريبوس ځای ناستی ګرځېدلی وو چا چې دغه وظيفه يوازې شپږ مياشتې پر غاړه درلودلې وه.