1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ له مکسیکو سره د دیوال جوړیدل ډیر اړین وبلل

۱۳۹۷ دی ۱۹, چهارشنبه

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، له خپل کاري دفتر څخه په لومړۍ تلویزیوني بیانیه کې ټینګار وکړ چې د امریکا او مکسیکو پر پوله د یوه دیوال جوړیدل «ډیر زیات اړین» دي. دیموکراتان بیا وایي چې ترمپ امریکا «برمته کړې» ده.

https://p.dw.com/p/3BEiE
Präsident Trump spricht vom Oval Office aus die Nation zur Grenzsicherheit an
انځور: Getty Images/C. Barria-Pool

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو د ګانګرس د استازو په مجلس کې د بودجې د نه تصویبیدو له کبله، اوس هم د امریکا متحده ایالاتو یو شمیر ادارې تړلې دي، ولسمشر دونالد ترمپ له خپل کاري دفتر څخه په لومړۍ تلویزیوني بیانیه کې هڅه وکړه چې امریکایانو ته قناعت ورکړي چې له مکسیکو سره د امریکا پر پوله یو بشري او امنیتي ناورین موجود دی.

ترمپ غواړي په دې سیمه کې یو دیوال چې آن له ټاکنیزو مبارزو یې د جوړولو ژمنې کوي، پورته کړي. خو دیموکراتان بیا د دې دیوال جوړولو له پاره پیسې نه تصویبوي چې له کبله یې د حکومت ځيني ادارې بې بودجې او تړلې پاتې دي.

ترمپ په خپله بیانیه کې وویل چې د امریکا او مکسیکو پر پوله بشري او امنیتي ناورین موجود دی او په دې سیمه کې د یوه دیوال جوړیدل د امریکا د امنیت له پاره «ډیر زیات اړین» دي. ترمپ وایي چې له دې پولې ډیر مجرمین او غیر قانوني مهاجر امریکا ته ننوځي چې خلک له ګواښ سره مخامخوي. هغه د خپلې دې ادعا د اثبات له پاره یو څو بیلګې هم وړاندي کړې.

ترمپ ټینګار وکړ چې د دیوال د جوړولو له پاره ۵،۷ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري او پر دیموکراتانو یې غږ وکړ چې سپینې ماڼۍ ته ورشي او له هغه سره وویني. د ترمپ په خبره «دا به غیر اخلاقي وي چې سیاستوال په دې برخه کې هیڅ هم و نه کړي».

د ترمپ تر وینا وروسته، په کانګرس کې د دیموکرات ګوند مشرانو هم یوه وینا وکړه او پر ترمپ یې د بودجې د نه تصویب له کبله د ځينو حکومتي ادارو د تړلي حالت د پای ته رسولو غږ وکړ. د امریکا متحده ایالاتو د استازو مجلس مشري ننسي پلوسي، وویل چې ترمپ اوس «هیواد برمته کړی دی». پلوسي چې په سنا کې یې د دیموکراتانو له مشر چک شومر سره یو ځای بیانیه ورکوله، وویل چې ګوند یې د امریکا پر پوله د پیاوړو امنیتي تدابیرو ملاتړ کوي خو دا د «یوه گران او نه موثر سرحدي دیوال» په معنی نه ده.

شومر بیا وویل چې دونالد ترمپ د ولسمشر له دفتر څخه په استفادې «کړکیچ خلقوي» او پر دونالد ترمپ یې غږ وکړ چې داسې فرمانونه لاسلیک کړي چې په پایله کې یې د حکومت تړلي ادارې بیرته خپل کار پیلول کړي.

د ترمپ بیانیه د امریکا حکومت د یو شمیر ادارو د تړل کیدو په ۱۸مه ورځ ورکړل شوه. پلوسي په خپله بیانیه کې وویل چې د ادارو تړل کیدل «بې مفهومه دي» او ټینګار یې وکړ چې ولسمشر ترمپ په دې برخه کې خلکو ته ناسم معلومات وړاندي کړي دي. د دولتي ادارو د تړل کیدو له کبله شاوخوا ۸۰۰ زره کارکوونکي یا اوس کار نه کوي او یا هم بې له دې چې معاشونه ترلاسه کړي خپلو دندو ته دوام ورکوي. که دغه وضعیت دوام وکړي نو په میلیونو نور کسان هم زیانمنیدای شي.

خو پر دې سربیره هم د دې وضعیت د پای ته رسیدو څرک نه تر سترګو کیږي. ترمپ خو آن ویلي دي چې وضعیت کیدای شي کلونه دوام وکړي. ترمپ د دې وضعیت پړه پر دیموکراتانو باندې اچوي او وایي چې د کار مخه یې نیسي، خو دیموکراتان بیا وایي چې ترمپ دي اوس د دیوال جوړولو خبره پریږدي او حکومتي ادارې دې بیا پرانیزي. دې ګوند ویلي دي چې د دې په بدل کې به ترمپ ته پر پوله د امنیتي تدابیرو د ډیرولو له پاره ۱،۶ میلیارډه ډالر ورکړي.