1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ له آلمانه د خپلو ۹۵۰۰ عسکرو د اخراج طرحه لاسليک کړه

۱۳۹۹ تیر ۱۱, چهارشنبه

ولسمشر دونالد ترمپ هغه طرحه لاسليک کړه چې له مخې به یې ۹۵۰۰ امريکايي عسکر له آلمان څخه ووځي. دمگړۍ په آلمان کې ۳۴ زره او ۵۰۰ امريکايي عسکر ميشته دي.

https://p.dw.com/p/3edMN
Syrien US-Soldaten im Einsatz
انځور: picture alliance/AP/Z. Garbarino

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت (پنتاگون) يوه ویاند تائيد کړه چې ولسمشر دونالد ترمپ د سه شنبې په ورځ (د جون مياشتې ۳۰ نیټه) له آلمانه د خپلو نهه زره پنځه سوو عسکرو د ایستلو طرحه لاسليک کړه. د دفاع وزير مایک ايسپر يوه ورځ مخکې دغه طرحه ولسمشر ته وړاندې کړې وه.

د پنتاگون وياند جوناتهن هوفمين وويل چې په دې گام سره به «که له يوه اړخه د روسيې پر وړاندې د خپلو صفونو په برابرولو کې مرسته وشي نو له بله پلوه به ناټو هم لا پسې قوي شي.» خو امريکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه هیڅ جزيات نه دي په ډاگه کړي چې له آلمان څخه خارجيدونکي عسکر به په کوم ځای کې مستقر شي.

د آلمان په بېلا بيلو ايالتونو او سيمو کې په ټوليزه توگه ۳۴ زره او ۵۰۰ امريکایي عسکر میشته دي. ولسمشر ترمپ تیره میاشت اعلان وکړ چې په آلمان کې به د خپلو عسکرو شمير راکم کړي. نوموړی په دې آند دی چې د آلمان حکومت د ناټو په ملاتړ کې پاتې راغلی دی او په دغه کار کې یې بې غوري کړې ده. نوموړي پر آلمان له روسیې سره د انرژۍ د راکړې ورکړې تور هم لگولی دی.

په سنا مجلس کې د ترمپ د طرحې مخالفت

د امريکا په سنا مجلس کې ځينو ديموکراتانو او جمهوري غوښتونکو له آلمانه د امريکايي ځواکونو د اخراج له طرحې سره مخالفت وکړ او هڅه یې وکړه چې په دې اړوند د ترمپ صلاحيتونه محدود کړل شي.

د سنا مجلس دې شپږ کسیزې ډلې چې د ليندسي گراهم او مارکو روبيو په څير مشهور سناتوران هم پکې شامل دي، د ۲۰۲۱م کال د ملي دفاعي بودجې په قانون کې تعديل هم اشاره وکړه. په دې کې په آلمان کې د پوځيانو د شمیر د کمولو سره د پوځي لگښتونو د کمولو خبره هم شوې ده. د سنا مجلس د غړيو په وړاندیز کې دا هم راغلي دي چې د عسکرو شمیر بايد تر هغه وخته پورې کم نه کړل شي څو چې د دفاع وزير په دې اړه يو تحليلي رپوټ وړاندې نه کړی نه وي چې د امريکايي عسکرو انخلا متحدينو ته هيڅ زيان نه رسوي.

د پنتاگون وياند هوفمين وويل چې په دې اړه به په راتلونکو څو اوونيو کې د آيندې د تگلارې په اړه د ناټو له غړيو هېوادونو سره سلامشورې وشي. د چارواکو په حواله که اوس امريکايي پوځ ور وغوښتل شي نو مسکو ته د پېغام د ورکړې په موخه به له دې عسکرو څخه يو څه برخه ښايي د لويديځې اروپا په ځينو هيوادونو کې مستقر شي. خو د عسکرو دا استقرار به د لنډي نه، بلکې اوږدې مودې له پاره وي.

د پولند ولسمشر اندیز دودا په دې وروستیو کې واشنگټن ته سفر کړی وو. ولسمشر دونالد ترمپ هغه مهال ويلي ول چې امکان لري له آلمانه را غوښتل شوي عسکر پولند ته وليږدول شي. هغه ویلي ول: «له دوی څخه به یې ځيني بیرته خپل کور ته ستانه شي او ځيني به نورو ځايونو ته وليږدول شي. پولند به له دې ځایونو څخه يو وي.»