ترمپ د اسرائيلو له مشرانو سره د همکارۍ ژمنه وکړه
۱۳۹۶ خرداد ۲, سهشنبهد امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او د اسرائيلو لومړی وزیر بنيامن نتنياهو د دوشنبې په ورځ د دواړو هيوادونو دوستي وستايله او ټينګار یې وکړ چې له عربي مشرانو سره به د همکارۍ له لاري په سيمه کې زور زياتي ته د پای ټکې کيږدي. په ځانګړي توګه د هغه ګواښ د له منځه وړولو يادونه وشوه چې د دوی په وينا د ایران له خوا متوجې دی.
ترمپ د امريکا او اسرائيلو ترمنځ پر تل پاتې دوستۍ ټينګار وکړ او ورسره یې د سعودي عربستان مشران هم وستايل چې ده ورسره په دې تيرو ورځو کې کتلي ول. ده وويل:
«موږ په رښتيا د دې سيمې، د ټولو عقيدو او مذهبونو د پيروانو او د ټولي نړۍ له پاره د امن او سولې څخه ډک راتلونکی درلودلای شو.»
ولسمشر ترمپ د اسرائيلو او فلسطنيانو ترمنځ د سولې په هلکه هم خوشبينې څرګنده کړه او ترڅنګ یې د داسې يوه تړون د ننګونو څخه هم خبره وکړه. ده وويل:« ما اوريدلي چې دا د نړۍ تر ټولو سخت تړون (معامله) دی.»
د اسرائيلو لومړي وزیر نتنياهو په دې ترڅ کې د ايران «په يوه اتومي دولت د بدلولو د بې جلبه هدف» څخه خبرداری ورکړ خو په عين حال کې یې په منځني ختیځ کې د سولې له پاره د خوشبينۍ په ښوولی سره «د رښتيني هیلې» خبره وکړه.
د لومړي امريکايي ولسمشر په توګه
له نيتنياهو سره تر ګډ خبري کنفرانس مخکې ترمپ اسرائيلو ته د خپل لومړي رسمي سفر پر وخت په بيت المقدس کې له دوو مقدسو ځايونو څخه ليدنه وکړه.
ترمپ لومړی د قدس شریف څخه چې ويل کيږي عيسی عليه السلام پکښې د عیسويانو په عقیده د بيرته راپاڅيدو دمخه ښخ وو، ليدنه وکړه. تر دې وورسته نوموړی د ندبه يا لويديځ ديوال ته ورغې. هغه لومړی امريکايي ولسمشر دی چې د دغه مقدس ديوال ته ورځي.
د اسرائيلو او فلسطنيانو اختلاف
د اسرائيلو جمهوررئيس ريووين ريولين له ترمپ سره د خبرو پر وخت وويل چې د اسرائيلو له پاره د وياړ ځای دی چې خپل تجارتي او د سولې د برخې شريک ته هرکلی ووايي.
ريولين وويل: «موږ معجزه وکړه ، تخنيکي او بشري معجزه او حتی په تر ټولو مشکل وخت کې مو هم حوصله له لاسه ور نه کړه.» ده زياته کړه: «موږ لا له خپلو ګاونډيانو سره د سولي په فضا کې د ژوند تيرولو خپل هدف ته نه يو رسیدلي: له فلسطنيانو او د نړۍ د نورو عربانو سره.»
ترمپ د اسرائيلو او فلسطنيانو ترمنځ د سولې د رامنځته کولو له پاره پر هر ډول مرسته ټينګار وکړ خو مشخصه یې نه کړه چې د سولې په ټپه دريدلي مذاکراتو د پيلولو له پاره څه کول غواړي.
له ولسمشر سره تر دې ليدنې کتنې وروسته ترمپ وويل چې د ده په آند مسلمان مشران هم په همدې اندازه د اسلامي ترهګرۍ او د ایران له خوا متوجې ګواښ ته د پای ټکي ايښودو ته ليوال دي.
ترمپ د معلوماتو له شريکولو څخه دفاع وکړه
له لومړي وزیر نتنياهو سره په ګډ مطبوعاتي کانفرانس کې ترمپ د هغو تورونو په مقابل کې خپله دفاع وکړه چې له روسيې سره د استخباراتي معلوماتو د شريکولو په هلکه پر ده لګول شوي ول. په دې اړه د يوه خبريال د پوښتنې په ځواب کې ترمپ وويل: «ما په خپلو خبرو کې د اسرائيلو نوم نه دی کارولی.»
ترمپ به نن، سه شنبه د فلسطنيانو له مشر محمود عباس سره هم وګوري. ده په منځني ختيځ کې سوله د يوه «حتمي هدف» په توګه ياده کړه او اعلان يې وکړ چې دې هدف ته د رسيدو له پاره ډیر زيار باسي. ترمپ څو ورځې ترمخه په واشنګټن کې له محمود عباس سره ليدلي ول. خو په دغه ملاقات کې ترمپ د دوه دولتونو د حل لاري څخه چې د د امريکا د منځني ختيځ سیاست بنسټ بلل کيدی، څرګند ملاتړ ونه کړ. د فلسطنيانو او اسرائيلو ترمنځ د سولې خبري له ۲۰۱۴ م کال راهيسې دريدلي دي.