بې پيلوټه الوتکي په کرايه ورکول کيږي
۱۳۹۱ دی ۱۰, یکشنبهدSecom سیکوم په نامه د جاپان د امنيتي کمپنۍ له خوا جوړه شوې دغه الوتکه یوې چورلکي ته ورته شکل لري، چې د یوې داسی ځانکړي کمرې درلونکې ده چې د پيښې پر مهال نېغ په نېغه د انځورونو د لېږلو توان لري.
د سیکون د کمپنۍ د یوې ویاندي اسوکا سیتو Asuka Saitoپه حواله:«دغه الوتونکی روبات، زموږ د آن لاین امنیتي سیستم په وسیله، یوه ودانۍ ته په غیر قانوني توګه د یو چا د ننوتلو د سګنال له ترلاسه کولو سره سم الوزي او د پيښي ځای ته ځان رسوې»
مېرمن سیتو په دې اړه زیاتوي: «په دې ټکنالوژۍ سره به موږ ژرترژره په دې وتوانیږو، چې په یاد ځای کې څه تيريږي.»
د مېرمن اسوکا سیتو په خبره د څلورو پکو درلودونکی دا ماشین په اصل کي د Ascending Technologies اسکنډنګ ټکنالوژۍ په نامه د یوې آلمانۍ کمپنۍ په وسیله جوړ شوی ماډل دی، چي د هغه له پاره کمره، سافت ویر او نور د اړتیا وړ تکنالوژي د سیکوم د کمپنۍ له خوا جوړه شوې ده.
د سیکوم په نامه د دغه امنیتي جاپانې کمپنۍ په حواله د امنیتي موخو په خاطر استعمالیدونکی دغه شخصي روبات دوه فټه قطراو ۱.۶ کیلوګرامه وزن لري.
دغه روبات د هر ډول کمپنۍ امنیتي مسئولینو ته دا امکانات برابروي چې د هغو برخو او ځایونو څارنه وکړي، چي د نورو نصب شوو امنیتي کمرو په وسیله يي څارنه ممکن نه وي.
دغه بې پيلوټه الوتکه د سیکوم د کمپنۍ د آن لاین امنیتي سیستم یوه برخه ده او د چاپان نوري کمپنۍ يې د پنځه زره چاپانې « ین» چې ۵۸ امریکايي ډالره کیږي په بدل کي د یوې میاشتي له پاره کرايه کولای شي.
د سیکوم د کمپنۍ د ویاندي په خبره دغه سیستم به د ۲۰۱۴ م کال د اپریل په میاشت کي په کرايه ورکول کیږي. د مېرمن سیتو په خبره د دوی کمپنۍ په پام کې لرې چې دغه تکنالوژي به نورو هیوادونو ته هم ورکړي.