بې پيلوټه الوتکي د طالبانو مشر وژلی دئ
۱۳۹۲ خرداد ۸, چهارشنبهپاکستاني امنیتي چارواکو ویلي دي چې د شمالي وزيرستان په چشمه سيمه کي د بې پیلوټه الوتکې په دغه برید کې د طالبانو د دوهم مشر په گډون اووه کسان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
ویل کیږي چې ولي الرحمان د پاکستاني طالبانو د مشر حکمت الله مسود، ځای ناستی هم ټاکل شوی وو. د طالبانو د مشر په توگه د هغه د ټاکل کېدو خبره د تیر کال په ډسمبر میاشت کې په شمالي وزیرستان کې یوه میشت پاکستاني امنیتي چارواکي کړې وه.
یو پاکستاني امنیتي چارواکي د رویترز خبري آژانس ته د نوم د نه اخيسلتو په شرط ویلي دي: «دا د یاغیانو پر ضد جگړه کې یوه ستره بريا ده.»
پاکستاني طالبان د افغان طالبانو یوه ملگرې ډله ده. دغه ډله ډیر وخت د «تحریک طالبان پاکستان» په نوم یادیږي. دغې ډلې په دې وروستیو وختونو کې د پاکستان د پوځ او د دغه هیواد د دولت د ملکي پلوي گړيو پر ضد یو لړ پراخه عملیات پيل کړي دي.
له بلې خوا د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې هغوی لا تر اوسه پورې د ولي الرحمان د وژل کیدو په اړه تاييد شوي راپورونه په لاس کې نه لري. هغه په دې اړه له نورو جزئیاتو ورکولو څخه ډډه کړې ده.
دغه راپورونه تر اوسه پوري د کومي خپلواکي سرچينې له خوا نه دي تائيد شوي.
یوه پاکستاني کارپوه سلیم صافي، ویلي دي: «دا چې طالبان د دغې موضوع په اړه چپ پاته شوي دي او څه نه وایي د خبر پر دقیقوالي دلالت کوي. که دغه خبر رښتیا وي نو د پاکستان پوځ باید له امریکا څخه د دغه برید په اړه مننه وکړي.»
سیمه ییزو امنیتي چارواکو ویلي دي چې د شمالي وزيرستان د چشمې په سيمه کي يوې بې پیلوټه الوتکې پر یوه کور باندي دوه توغندی توغولي دي چې په پایله کې یې اووه کسان وژل شوي دي.