بیربوک اوکراین ته د جنګي ټانکونو لیږلو دفاع وکړه
۱۴۰۱ شهریور ۲۸, دوشنبهاعلان
د جرمني خارجه وزیري انالینا بیربوک اوکراین ته د جنګي ټانکونو د لیږلو په ارتباط د حکومت د دریځ دفاع وکړه. هغې د آلمان له لمړي تلویزوني چینل سره په خبرو کي وویل، چي جرمني یوازي د خپلو بین المللي انډیوالانو سره په تفاهم کولای سي ټانکونه وسپاري. خو په حاضر وخت کي هیڅ کوم یو بین المللي همکار دغسي یو قدم نه پورته کوي. اوکراین ته تر اوسه پوري د وسلو د ورکولو او لیږلو فیصله همدلته په جرمني کي سوې ده.
بیربوک مګر ټینګار وکړ چي په تیرو اونیو کي د غربي وسلو په لیږلو سره د جنګ په حالت کي واقعاً تغیر رامنځته سوی دی.