بلغاریا غواړي ګڼ شمېر افغان مهاجر اخراج کړي
۱۳۹۵ آذر ۶, شنبهوروسته له هغې چې د پنجشنبې په ورځ زرګونو مهاجرینو له پولیسو سره تاوتریخوالی وکړ، اوس بلغاریا غواړي چې له دې هیواد څخه ګڼ شمیر مهاجرین اخراج کړي. د بلغاریا لومړي وزیر، بویکو بوریسوف وایي چې په هارمانلي کې له دې ستر کمپ څخه دغه مهاجرین به مخکې له دې چې اخراج شي د ترکیې پولې ته څیرمه د پوځ یوه پخواني کمپ ته انتقال شي.
بوریسوف د جمعې په ورځ د ترکیې پولې ته څیرمه د پوځ د یوه پخواني کمپ څخه چې پکې شاوخوا ۳۰۰۰ مهاجرین میشت دي لیدنه وکړه. په دې کمپ کې زیاتره د افغانستان او سوريي مهاجر میشت دي. د بلغاریا لومړي وزیر د کتنې پر مهال وویل چې په راتلونکو اونیو کې به په دې اړوند تیاري ونیول شي ترڅو «موږ وکولای شو هغه کسان چې قانون ماتوي، منزوي شي.»د پنجشنبې د ورځې په پیښه کې ګڼ شمیر افغان مهاجرو په یوه کمپ کې له پولیسو سره په اخ او ډب کې اور بل کړ او پر پولیسو یې د ډبرو ګزارونه وکړل. اوس دغه افغانان په بلغاریا کې له دې کمپ څخه اخراجیږي او مخکې له دې چې خپل هیودا ته ولیږل شي، دوی د ترکیې پولې ته څیرمه د پوځ په یوه پخواني کمپ کې په موقتي ډول ځای پر ځای کیږي.
د دې هیواد لومړی وزیر وايي: «دوی به بیا له دې هیواد څخه هر څومره چې ژر ممکن وي، اخراج شي.» هغه همدا راز زیاتوي چې د افغان مهاجرینو د لیږد لومړنۍ الوتکه به د راتلونکې ډیسمبر په میاشت کې خپل لومړنۍ پرواز ترسره کړي. د دې کمپ د تړلو په هکله د ځايي اوسیدونوکو سره له کتنې وروسته، بوریسوف ویلي دي چې د راتلونکي کال له پاره به یوازې سوریايي مهاجرین په هارمانلي کې پاتې شي.د پنجشنبې په ورځ نږدې ۱۵۰۰ مضاهره کوونکو له دې امله پر پولیسو د کاڼو ګزارونه وکړل چې د دوی په وینا په دې کمپ کې بندي کړل شوي دي او روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري. د دې مظاهرې په ترڅ کې چې د شپې پر مهال ترسره شوه، هغه مهال چې پولیسو غوښتل مهاجرین بیرته خپلو خونو ته ولیږي کابو ۲۹ پولیس سرتیري او ۲۰ کډوال ټپیان شوي دي. د دې پیښې په ترڅ کې ۴۰۰ مهاجرین بیا د پولیسو لخوا نیول شوي هم دي.
ځايي څارنوالانو ویلي دي چې د یادې پیښې له امله ۱۸ مهاجرین د ورانکارۍ په جرم نیول شوي دي او په دوی تور دی چې کړکۍ او د کمپ په کانتین کې یې میزونه او چوکی ماتې کړي دي.
په ورته وخت کې له دې پیښې وروسته د بلغاریا حکومت په ټول هیواد کې د مهاجرینو په کمپونو کې د پولیسو شمیر زیات کړی دی. کابو ۱۳۰۰۰ مهاجرین چې زیاتره یې د افغانان دي په بلغاریا کې چې د اروپايي ټولنې یو بې وزله هیواد دی، بند پاتې دي. د دې هیواد په ګاونډ یونان کې هم د مهاجرینو په کمپونو کې کله نا کله د اخ او ډب خبرونه ورکول کیږي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (30.09.2015):