بغلان په یوه مسجد کې چاودنه شوې
۱۴۰۲ مهر ۲۱, جمعهد طالبانو یوه غړي مولوي هاشمي، رویترز خبري آژانس ته ويلي دي: «چاودنه د شعیه مسلمانانو په یوه مسجد کې رامنځ ته شوې ده. مسوولین اوس زخمیان او وژل شوي کسان روغتون ته لیږدوي.»
افغانستان ته د ريچارډ بينيت ماموريت تمديد شو
لا تر اوسه پورې د پیښې له کبله د رامنځ ته شویو تلفاتو په اړه معلومات نه شته. هاشمي زیاته کړې ده چې اوس د چاودنې د څرنګوالي په اړه څیړنې روانې دي.
یوې ځایي سرچینې دویچه ویله ته وویل چې په دغه پېښه کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي او په خبره یې د شپږو کسانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی. خو طالبانو دغه خبر لا په رسمي توګه نه دی تائید کړی.
له افغانستانه د مغزونو تېښته؛ چاره څه ده؟
په افغانستان کې د طالبانو په بيا واک ته رسېدو سره هم، داعش ترهګرې ډلې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. دې ډلې تر اوسه پورې پر ملکیانو، طالبانو او بهرنيانو باندې بریدونه ترسره کړي دي.