د بيان آزاديمنځنی ختیځ
بحرین: پارلماني انتخابات بیله مخالفو کاندیدانو څخه
۱۴۰۱ آبان ۲۱, شنبهاعلان
د دغه هیواد د ولسي جرگې د ۴۰ چوکیو دپاره تر ۳۳۰ اضافه کسانو ځانونه کاندید کړي وه، چي په منځ کي یې ۷۳ ښځي هم وې. خو دواړه اپوزیسيوني گروپونه په انتخابات کي د گډون څخه منع سوي وه.
د بشر د حقوقو فعاله، علي عبدالعمام د فرانسې خبري آژانس ته وویل، چي د خلیج په دغه کوچني هیواد کي به اوسني انتخابات «په هیڅ صورت سره تحول رامنځته نکړي» او بیله « اپوزیسون څخه به موږ یو سالم هیواد ونلرو».