بایرن مونشن د آلمان د فوټبال سوپر جام اتل شو
۱۳۹۷ مرداد ۲۲, دوشنبهد یکشنبې په ماښام (د اګست میاشتې ۱۲) د FC Bayern یا بایرن مونشن او آینتراخت فرانکفورت تر منځ د آلمان د فوټبال سوپر جام د اتلولۍ له پاره سیالي ترسره شوه. ۵۱ نيم زره نندارچیان د دې لوبې نندارې ته راټول شوي ول.
په دې لوبه کې د فرانکفورت لوبډلې پخوانی روزونکی نیکو کوواچ، د بایرن مونشن د لوبډلې د روزنې مسئولیت په غاړه لري. سور رنګه یونیفورم درلودونکې د بایرن مونشن لوبډلې، خپل سیال یعنې د فرانکفورت اینتراخت لوبډلې ته د صفر په مقابل کې په پنځو ګولونو سره ماتې ورکړه او د آلمان د سوپر جام اتلولي یې وګټله.
د بایرن مونشن د لوبډلې پولنډي لوبغاړي روبرت لواندوفسکي، چې د پولنډ له ملي لوبډلې سره په روسیه کې د ۲۰۱۸ م کال د فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې له ترخې تجربې سره مخامخ شوی وو، د آلمان سوپر جام په اتلولۍ کې د خپل لوبډلې له خوا په مجموع کې له پنځو څخه ۳ ګولونه وکړل او په دې ترتیب سره په دې لوبه کې ډیر ښه وځلید.
پاتې دوه ګولونه کینګزلي کومان، په ۶۳ دقیقه کې او د دې لوبډلې هسپانیوي ستوري تیاګو، په ۸۵ دقیقه کې کړي ول. دا اووم ځل دی چې د بایرن موشن لوبډله د آلمان د فوټبال سوپر جام اتلولي ترلاسه کوي.