بالاخره ترمپ ماسک پرمخ کړ
۱۳۹۹ تیر ۲۲, یکشنبهد یکشنبې په ورځ (د جولای میاشتې ۱۲ نیټه) د تازه خپرو شویو شمیرو له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په امریکا کې ۶۹ زره نوي کسان د کرونا پر ویروس اخته شوي دي.
امریکا له ۳،۳ میلیونه مبتلایانو او ۱۳۷ زره مړو سره په نړیواله کچه د کووید -۱۹ ناروغۍ څخه د اغیزمنو شویو هیوادونو په کتار کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
ولسمشر ترمپ د ماسک نه اغوستلو له کبله تر فشار لاندې وو، خو سره له دې يې هم له ماسک اغوستلو څخه ډډه کوله.
کله چې ولسمشر دونالد ترمپ پلازمېنې واشنګټن ته نږدې د والټر ریډ پوځي روغتون ته ورسید، نو تیز آبي رنګه ماسک یې اغوستی وو چې صدارتي مهر هم پرې له ورایه معلومیده.
ترمپ هلته د پخوانیو ټپي عسکرو د لیدلو له پاره ورغلی وو. د امریکا ولسمشر هلته له موجودو خبریالانو سره د خبرو له پاره تم نه شو.
مخکې تر دې هغه په سپينې ماڼۍ کې ویلي وو: «زه هیڅ کله هم د ماسک په خلاف نه وم، خو په دې خبرې باور لرم چې هغه خپل ځای او وخت لري.»
په روانه اونۍ کې د یو شمیر ورځپاڼو د رپوټونو په حواله د ترمپ نږدې ملګرو په پرله پسې ډول له هغه څخه غوښتنه کوله چې د خلکو په حضور کې دې له ماسک سره را څرګندیږي او عکسونه اخلي. د دې یو دلیل هم په راتلونکي انتخاباتو کې د هغه د احتمالي سیال جو بایډن د محبوبیت زیاتیدل دي.
امریکا په اوس وخت کې د کرونا ویروس له امله د نړۍ تر ټولو زیات اغیزمن شوی هیواد دی. د جو بایډن د ټاکنیز کمپاین ډله د ماسک نه اغوستلو له کبله په پرله پسې ډول پر ترمپ نیوکه کوي.