ایټالیا: په یوه ورځ کې له ۱۰۰۰ ډیر مهاجر رسیدلي
۱۴۰۱ اسفند ۲۰, شنبهایټالیا وايي چې یوازې نن د شنبې په ورځ له زرو ډیر ناقانونه کډوال د کښتیو له لارې د دې هیواد سواحلو ته رسیدلي دي. ایټالوي چارواکو همدا راز ویلي چې پرون هم د کډوالو یوه کښتۍ چې پکې ۴۸۷ تنه کډوال سپاره ول، د دې هیواد ساحلي ښار کروټونه ته رسیدلې ده. دغه ښار د ایټالیا په جنوب کې پروت دی. د انسا خبري اژانس په حواله، ایټالوي چارواکو دغه کښتۍ له ساحل څخه وچې ته اسکورټ يا بدرګه کړې ده.
په عین حال کې، د ایټالیا د ساحلي ځواکونو یوې کښتۍ ۵۸۴ تنه نور کډوال د ریګیو کالابرای سیمې ته انتقال کړي دي. دغه کسان د کډوالو له یوې بلې کښتۍ څخه چې له خپل ظرفیت څخه پکې ډیر کډوال سپاره وو، د ایټالیا د ساحلي ځواکونو کښتۍ ته انتقال شوي ول. چارواکو ویلي چې د خرابې هوا او د کسانو د تعداد د ډیروالي له کبله د ژغورنې دغه عملیات خورا پیچلي ول.
په وروستیو ورځو کې د ایټالیا پر ساحلي ځواکونو باندې له دې امله انتقادونه ډیر شوي چې د ایټالیا ساحل ته د یوې کښتۍ د ژغورلو په برخه کې یې بې غوري کړې ده. په دغه پیښه کې چې د فبرورۍ په وروستیو کې رامنځ ته شوې، له ۱۵۰ ډیر کسان سپاره ول چې د کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې په مجموعي ډول ۷۴ تنه وژل شوي چې ډیری یې افغانان دي.
د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت په وروستیو ورځو کې د مهاجرو زرګونه کښتۍ کشف کړې چې پکې ګڼ شمیر کسانو غوښتل په ناقانونه توګه د ایټالیا خاورې ته داخل شي.
د تیرې اونۍ د پنجشنبې ورځې تر پایه پورې په ایټالیا کې د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱۵۸۰۰ کډوال په ایټالیا کې ثبت شوي دي. په تیرو دوو کلونو کې بیا په همدې موده کې دغه شمیر ۶۰۰۰ تنو ته رسیدو.