ایتالیاوي پولیسو د انساني قاچاق وړونکو یوه شبکه نیولې
۱۳۹۵ شهریور ۱۶, سهشنبهد ایتالیا پولیسو د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر میاشتې شپږمه نیټه» خبر ورکړ چي د دغې شبکې۱۶ شکمن کسان بندیان سوي او د پنځو تنو نورو پلټنه لا هم روانه ده.
د پولیسو د معلوماتو پر اساس د قاچاقبرانو دغې شبکې په لسهاوو موټر لرل او یو مهاجر یې له هنگري څخه تر ایټالیا، آلمان، اتریش او یا فرانسې پوري د ۵۰۰ یورو په بدل کې لیږدوه.
په دې ډول د ۲۰۱۴م کال له پایه بیا د ۲۰۱۶م کال تر مې میاشتې پوري هغوی د اروپايي ټولني نورو غړو هيوادونو ته لږ تر لږه ۲۰۰ غیر قانوني مهاجر لیږدولي دي.
د ایتالیا پولیسو ویلي دي چې په ځینو برخو کې داسې شواهد هم شته چې دغې ډلې یو اندازه پیسې د اسلامپالو ډلو د تمویل په موخه استولې دي. زیاته شوې ده چې په څو موردونو کې د په سوریې کې ناپیژندل شويو کسانو په پیسې استول شوي دي. په دې هیواد کې یو شمیر اسلامپالې ډلې فعالیت کوي.
د قاچاق وړونکو د دغې شبکې په اړه څیړنې د ۲۰۱۵م کال په سپټمبر میاشت کي د یوه ایتالوي تر نیولو وروسته پیل شوې. هغه د یو شمیر کډوالو د لیږدولو پر مهال نیول شوی وو