ايرانۍ مېرمني په ميګون کي پر يخي خيژي
په ايران کي طبعي ستر يخيان يا د يخيو غرونه موجود دي. د يخي پر ديوالونو د ختلو له پاره خاصو مهارتونو ته اړتيا وي. په تيرو کالونو کي ايراني مېرمنو هم د يخي پرديوال د ختلو ورزش ته مخه کړې ده.
د يخي پر غرونو او ديوالونو ختل يو محبوب ورزش دی. په تيرو کالونو کي ايراني مېرمنو هم د يخي پرديوال د ختلو ورزش ته مخه کړې ده.
د اړيني پوهي تر څنګ په دغه سپورت کي اوزار ډېر مهم دي. د دغه سپورت کوونکي ايرانۍ مېرمني وايي چي دغه ورزش سخت خو خوندور دی.
دغه انځورونه په روان کال په ميګون کي اخيستل سوي دي.
د يخي دغه ديوالونو په اصل کي واوري دي چي په يخي بدلي سوي او اوس د يخي د آبشارونه يا د ځړوبو په څېر معلوميږي.
کراميو يا يخ ماتوونکی يو د دغه سپورت له مهمو اوزارو څخه دی.
دغه مېرمني ځانګړي بوټونه په پښو کوي چي وسپنيز او تېره غاښونه لري. دغه بوټونه پر يخي نه ښوييږي.
د يخي پر دغو ديوالونو ختونکي اکثريت ايرانۍ مېرمني محصليني دي.
په ايران کي طبعي د يخي ديوالونو په زيات شمېر کي شتون لري چي ورڅخه د دغه ځانګړي سپورټ له پاره هم کار اخيستل کيږي.
انځورونه
1 | 8انځورونه