اوکراین وايي د روسېې په حمله کې ۲۳ ملکیان وژل شوي
۱۴۰۱ مهر ۸, جمعهد زاپروږيا والي، الیکساندر ستاروخ وويل چې په دغه حمله کې ۲۸ کسان ټپيان شوي هم دي چې «ټول ېې د سېمې ملکي اوسیدونکي دي.»
والي وايي چې روسي ځواکونو «د سیمه ايز مرکز څخه بهر پر لاره د ملکيانو پر یو بشري کاروان توغندویزه حمله کړې ده.» هغه پر ټولنیزې رسنۍ ليکلي: «خلک په کتار کې ولاړ ول تر څو له اشغال شوې سېمې څخه په موقتي توګه ووځي او له ځانه سره خپل خپلوان او مرستې ویسي.» ستاروخ د څو لګيدلو موټرونو او پر ځمکه د پرتو یو شمیر جسدونو انځورونه هم خپاره کړي دي.
خو د روسانو له خوا د زاپروږيا په اشغالي سیمه کې یوه کریملين پلوه چارواکي کيف پړ وګانه او په دغه حمله کې ېې د روسېې لاس لرل رد کړل. د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زيلنسکي د جمعې په ورځ تر دغې خونړۍ حملې وروسته روسيې ته د »ترهګر دولت« خطاب وکړ... هغه وويل: «یوازې په ټوله معنی تروریستان دغه کار کوي.«
په تازه رپوټونو کې د مړو شمیر ۲۵ او د ټپیان ۵۰ ښودل شوی دی.