اوکراين: د اورګاډو پر تمځای په بريد کې ۲۵ کسان وژل شوي
۱۴۰۱ شهریور ۳, پنجشنبهچارواکو وويل چې په وژل شويو کې يو ۱۱ کلن هلک هم شامل دی چې د يوه ويجاړ شوي کور په خرابه کې موندل شوی. همدا شان د اورګاډو تمځای ته څېرمه د بريد له کبله يو بل ۶ کلن ماشوم په يوه موټر کې وژل شوی دی.
د اوکراين د ولسمشر دفتر مرستيال مشر کيريلو تيموشينکو، د چهار شنبې ورځې د دې بريد د تلفاتو په اړه جزيات ورکول. نوموړي وويل چې په ټوله کې ۳۱ تنه ټپيان شوي دي.
د اوکراين پر خارکيف ښار هوايي بریدونو مرګ ژوبله اړولې
د ريل ګاډو پر تمځای دا مرګونی برید د دنيپرو پيتروسک سيمې په چاپلين ښارګوټي کې شوی دی. دا بريد د ولسمشر ولوديمير زيلنسکي تر هغه خبرداري وروسته وشو چې ويلي یې ول روسيه ښايي په روانه اونۍ کې چې اوکراین خپلواکي لمانځي او پر اوکراين د روسیې د يرغل ۶ میاشتې پوره کيږي، «په يوه ځانګړي ظالمانه عمل لاس پورې کړي.»
اوکراين په ځانګړي توګه د رسمي رخصتۍ ورځې ته په څيرمه وخت کې درنو بريدونو ته ځان چمتو کړی وو. د دغه رخصتۍ په ترڅ کې په ۱۹۹۱م کال کې له پخواني شوروي اتحاد څخه د اوکراين خپلواکي لمانځل کيږي.
اودیسه: د روسېې په توغندویز برید کې ۱۸ کسان وژل شوي
په همدې ترڅ کې د اوکراين په دونيڅک سیمه کې هم د چهار شنبې په ورځ درې کسان وژل شوي او يو تن ټپي شوی وو.
د دنيپرو پيتروسک سيمې والي هم ويلي دي چې د نیکول ښار هم چې د زاپروږيا د اتومي بټۍ له سيند څخه بلې غاړې ته پروت دی، د شپې د روسي بريدونو هدف ګرځيدلی وو.
ب. ص/ ن. ز (APE)