انګیلا میرکل واشنګټن ته د دونالد ترمپ دعوت رد کړ
۱۳۹۹ خرداد ۱۳, سهشنبهد جرمني د حکومت ویاند شټیفان زایبرت وویل،»د جرمني صدراعظمه د جمهورریس ترمپ څخه تشکر کوي، چي د جون میاشتي په اخره کي یې د جي ۷ سرمشریزي ته وردعوت کړې ده، خو فعلأ د کرونا ویروس د عمومي وضعیت پخاطر نسي کولای واشنګټن ته د سفر کولو او هغه کي د شخصي مشارکت سره موافقه وکړي.«
د جهان د اوو صنعتي هیوادونو سرمشریزه هرکال دایریږي ، خو سږکال د کرونا ویروس د شیوع پخاطر امکان لري په هغه کي څوک شخصأ برخه وانه خلي، بلکي د ویدیويي کنفرانس له لاري پکښي ګډون وکړي. خو د کرونا په قیوداتو کي د نرمښت راوستلو او کمولو پخاطر ترمپ اوس غواړي د غړو هیوادو مشران شخصأ په هغه کي حضور ولري.
د انګلستان صدراعظم بوریس جانسن بیا د ترمپ څخه ملاتړ کړی او ویلي دي، چي په دغه سرمشریزه کي باید مشران »د امکان په صورت کي«شخصأ حضور ولري. میرکل بیا که څه هم د کرونا د پانډمۍ سره یې د هیواد مبارزې ته خوشبینه ده، خو اخطار یې ورکړی دی، چي د جون میاشت شاید د جي ۷ سرمشریزي د دایرولو پخاطر ډیر وختي وي.
په همدې حال کي بیا ترمپ ویلي دي، چي غواړي د جي ۷ د سرمشریزي وخت د جون میاشت څخه د سږکال مني ته واړوي. دئ همدارنګه غواړي، د جي ۷ لست اوږد او دوه درې نور هیوادونه، لکه اسټرلیا، روسیه، جنوبي کوریا او یا هندوستان هم په هغه کي ورشامل کړي. خو د جرمني حکومت بیا ددې اقدام په مقابل کي محتاطانه دریځ اختیار کړی دی.