انځوریز رپوټ: چاپيریال ساتنې د شرایطو سره برابر کورونه
اروپایان چې د چاپيریال ساتنې له شرایطو سره د برابرو کورونو ابتکار په سر کې لري، د داسې کورونو جوړولو هڅه کوي چې د کاربن ډای اکسایډ د تولید کچه راټیټه کړي. د دغو کوښښونو بیلگې په دغه انځوریز رپوټ کې لیدلای شئ.
د چاپیریال ساتنې له اصولو سره د برابرو کورونو یوه بیلگه، دا کوچني کورونه دي چې پر شنو گیاوو پوښل شوي او د شنه طبیعت په زړه کې ځای لري. دغه کور د څلورو میاشتو په موده کې له ځنگل څخه ترلاسه شوو موادو څخه جوړ شوی دی.
هغه کسان چې غواړي په خوب کې د اوبو له غږ سره آرامه خوب وکړي، یوه لاره یې دا ده چې له کښتیو څخه په جوړو شوو کورونو کې ژوند وکړي. په دې وروستیو کلونو کې په اروپا کې دا ډول کورونه په مختلفو شکلونو جوړ شوې دي.
هغه کسان چې تل په سفر کې دي څو نسلونو یې په سرکس ډوله واگنونو کې ژوند کړی دی. دغه پخواني دود ته د ژوندانه په چاپيریال کې د کاربن ډای اکسایډ کچې د ټیټولو د یوه بدیل په سترگه کتل کیږي. دغه واگون ډوله کورنه په سادگۍ سره د انتقالیدو وړتیا لري.
کله چې د آلمان په پلازمېنه برلین کې د استوگنې کورونو تقاضا ډیره شوه، د کورجوړونې یو کارپوه یو نوی ابتکار مطرح کړ. دغه کارپوه پریکړه وکړه چې له زړو کانتینرونو څخه محصلینو ته یوه لیلیه جوړه کړي.
دغه "صندوق ډوله کورونه" لوړ او د باربرۍ له پاره د کاریدونکو کانتینرونو په اندازه جوړ شوې دي. فرق یې په دې کې دی چې دا په عمودي شکل ولاړ دي نه په افقي. دغه "صندوق ډوله کورونه" درې پوړیزه جوړ شوي دي چې د عصري ژوند ټولې اسانیاوي پکښې په پام کې نیول شوي دي.
که دغه کورونه له فلز څخه جوړ شوې وي او که له لرگي څخه، د چاپیریال ساتنې له اصولو سره برابر دي. په دې وروستیو کلونو کې په اروپا کې دا ډول کورنه ډیر شوې دي. ډیر خلک خپل د رخصتۍ شپې ورځې په همدغو کورونو کې تیروي.
دغه معکب ډوله هوایي کورنه د آلماني طراحانو له خوا جوړ شوي دي چې د ودانیو په راس، د سیند ترغاړې او یا په بل هر ځای کې ځای پرځای کیدلی شي او ډیرې ساحې ته اړتیا نه لري.
که څه هم له دغو غرفو څخه د زیرمو په توگه کار اخیستل کیږي، خو په دې وروستیو کلونو کې یې ډیر پرمختگ کړی دی. دغه غرفې په مختلفو رنگونو او شکلونو جوړې شوي دي چې د ژوندانه ټولې اړتیاوې پکښې په پام کې نیول شوې دي.