انځوريز راپور: څنګه کولی شو د بدن دفاعي سیستم د ناروغیو په مقابل کې تقویه کړو؟
د انسان د بدن دفاعي میکانیزم د ملیونونو میکروبونو په مقابل کې له بدن څخه ساتنه او دفاع کوي. د څو ټکو په پام کې نیولو سره کولی شو د بدن دفاعي سیستم پیاوړی وساتو او مکروبونو ته اجازه ور نه کړو چې موږ په ناروغۍ اخته کړي.
د ډول ډول خوړو خوړل
زموږ د بدن دفاعي سیستم مختلفو موادو ته اړتیا لري چې میوې او سبزیجات یې پوره کوي. له دې امله موږ باید له مختلف ډوله خوړو څخه استفاده کړو. ستروس لکه نارنج، لیمو، ملته ... داسې نور، سره دلمه او په مجموع کې شين رنګه سبزیجات مختلف ویټامينونه تولیدوي او د طبيعي ویټامين c اصلي سرچينه ګڼل کیږي.
فزیکي حرکت
علمي څیړنو ښودلې ده چې د عضلاتو منظم تمرين لکه په کراره منډه، له دوو امساګانو ته ورته لرګیو سره قدم وهل او لږ ترلږه د ۲۰ دقیقو له پاره په اونۍ کې دری واره پیاده یا پلي ګرځیدل کولی شي د انسان د بدن مدافع سیستم پیاوړی کړي. خو متوجه اوسئ چې د بدن تر توان زیات تمرينونه کیدای شي د بدن مدافع سیستم د کمزورې کیدو سبب هم شي.
ښه او په کافي اندازه خوب
په کافي اندازه او ښه خوب د انسان بدن ته انرژي وربخښي او د ستړتیا د رفع کیدو سبب ګرځي. خو یوازې خوب کافي نه دی. انسان باید ژور خوب وکړي. د ژور خوب په وخت کې عصبي پیغام رسونکي ریشتې چې یو ډول کیمیاوي مواد دي آزادیږي او دفاعي سیستم پر فعالیت راولي.
له ژوند څخه خوند واخلئ!
څيړنو ښودلې ده چې خوش طبعي، میلان او له ژوند سره مينه د انسان دفاعي سیستم پياوړی کوي. خندا او خوشحالي نه یوازې د انسان د ژوند کیفیت ښه کوي، بلکې د یو شمیر میکروبونو او ویروسونو په مقابل کې د انسان د بدن مقاومت هم زیاتوي.
شترس نه کوئ!
شترس یا رواني فشار د ادرینالين او کورتیزول د آزادیدو سبب کیږي. دا هرمونونه کولی شي د بدن دفاعي سیستم فلج کړي. د شترس لمنځه وړل او د وخت ښه مدیریت کولی شي د انسان بدن ته د استراحت او د نوي انرژۍ د تولید موقع ورکوي. عضلاتي تمرینونه او د مدیتیشن په څیر برخو آرامش او یوګا په فوق العاده ډول د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي.
قدم وهل!
د باندې قدم وهلو سره سړی کولی شي له یوې خوا تازه هوا تنفس او له بلې خوا جسماني حرکت ترسره کړي چې دواړه د بدن دفاعي سیستم په تقویه کولو کې مرسته کوي.
د شکرې يا بورې له زيات استعمال څخه لاس واخلئ!
څیړنو ثابته کړې ده چې د انسان په بدن کې د یو شمیر قندي موادو لکه فرکتوز او ګلوکوز جذب یا حلیدل په هغه اندازه ویټامين مصرفوي چې په بدن کې وجود نه لري. له همدې امله باید د شکرې کارونې ته پام وکړو.
یخ او ګرم!
له متناوب یخ او ګرمو اوبو سره لمبیدل د بدن د حرات درجې په تنظیمولو کې مرسته کوي. سربیره پر دې د حمام یا لمبلو پر مهال مساج د بیلګې په توګه د بورس یا سفنج په وسیله مساج د بدن دفاعي سیستم لا زیات تحریکوي.