انځورونه: په پنجشير کي د کښتۍ لوبي
پنجشير ته په لومړي وار د ورو کښتيو (کايک) چلونکي اروپايي ورزشکاران تللي، څو هلته په رود کي کښتۍ وچلوي. دوی وايي په سيمه کي ئې د پنجشېر رود د دغه ورزش له پاره تر ټولو غوره وگاڼه او امنيت ئې هم ښه دئ. انځوريز راپور.
د پنجشېر رود ته څلور تنه بهرنيان د وړوکي کښتۍ (کايک) ورزش له پاره تللي ول. دوی وايي د دغه رود تيزو اوبو دوی دې ته وهڅول چي هلته ورسي. له دوی سره پنجشېري ماشومانو هم لامبو کوله.
دغو بهرنيانو ويلي: «دا د دې ځای افراطي جغرافیه ده چې افراطي ورزش کاران ځان ته جلبوي، نه دا حقیقت چې په دې ځای کې له کلونو راهیسې جګړه روانه ده.»
د پنجشیر سیند، د کایک چلوونکې له پاره په نړۍ کې یو له ډیرو ښو سیمو څخه بلل سوی.
پنجشیر د افغانستان یو له امنو ولایتونو څخه شمیرل کیږي. هر هغه څوک چې دې ولایت ته ننوځي نو باید د خپل سفر هدف ووایي.
دغو ورزشکارانو ويلي دي چي دوی به نور ورزشکاران هم دې ته را وبولي چي پنجشېر ته ولاړ سي او هلته کايک يا کوچنۍ کښتۍ چي په تيرو اوبو کي چليږي، وچلوي.
ښايي د کایک سپورټ ډیر ژر په پنجشیر کې مشهوره شي. دغو څلور ځوانانو تر یوې اوونۍ ورزش وروسته، اوس د هغو سیمه ییزو اوسیدونکو له پاره یو ورکشاپ دایر کړی دی چې د هغوی له لیدو سره یې له دې ورزش سره لیوالتیا پیدا کړې ده.
دغه ورزش پنجشېري ماشومانو ته ډېر په زړپوري ښکارېدی. دوی (ماشومان) له ښوونځيو ځخه نندارې ته راتله.
که څه هم ښایي کلونه وخت ونیسي چې په افغانستان کې کایک مسلکي ډلې ولري، خو سترانګ او ملګري یې هیله لري چې افغانستان ته د دوی سفر به په دې هیواد کې د کایک سپورټ بنسټ کښیږدي.