انځورونه: په اسيا کې د تودوخې سخته څپه
اسيا د تودوخې له سختې څپې سره مخامخ ده. د هوا پیژندنې بنسټونه اټکل کوي چې د «ال نینو» اقلیمي پديدې او د ګلخانه يي ګازونو د اغېزې له امله به له ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۷م کال پورې موده د بشر په تاریخ کې تر ټولو ګرمه وي.
په ایران کې ۴۸ درجې ګرمي
په ایران کې د جنوبي خراسان د هوا پیژندنې او د هوا د خطرونو پر وړاندوینې د بحران د مدیریت څانګې مشر جواد نخعي، د دوشنبې په ورځ د ( د جون ۱۹ مه) وویل: «تېره شپه او ورځ د نهبندان په بندان سيمه کې تودوخه ۴۸ درجې ته رسېدلې وه او په عینې حال کې شهداد او زابل هم د هېواد تر ټولو ګرم ځایونه بلل شوي.»
په شانګهای کې د چترۍ لاندې
په شانګهای کې چینايي میرمنې د ګرمۍ څخه د خلاصون لپاره د چترۍ سیوری کاروي. د هوا پېژندنې سازمانونو د اټکلونو له مخې، د ۲۰۲۳څخه تر ۲۰۲۷ کلونو پورې به د «ایل نینو» اقلیم د پديدې او د ځمکې په اتموسفیر کې د شنو خونو ګازونو اغیزې له امله د بشري تاریخ ترټولو ګرم کلونه وي.
په هند کې د ګرمۍ له امله د شاوخوا سلو کسانو مړینه
د اپريل مياشتې له وروستيو راهېسې سختې ګرمۍ، چې تر اوسه بې سارې ده، اسیا ځپلې ده. د چین په ځینو ځایونو کې تودوخه ۴۱ درجې، لاوس کې له ۴۲ درجو زیاته او په تایلند کې نږدې ۴۶ درجې ثبت شوې ده. د هند په دوو ستر نفوس لرونکو ایالتونو کې د سختې ګرمۍ له امله، کابو ۹۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۳۰۰ کسان د تودخې له امله ځایي روغتونونو کې بستر شوې دي.
په بنکاک کې د یخ وېش
په چین، هند او تایلنډ کې د رسنیو د راپورونو له مخې په ډېرو ځایونو کې ښوونځي تړل شوي دي. د روان کال د اپريل په ۱۴مه نېټه په تايلند کې د هوا د څارنې دولتي مرکز د تودوخې درجه ۴۵،۴ درجې سانتي ګراد ثبت کړه. دې تودوخې د سانتي ګراد ۴۴،۶ درجې پخوانی ريکارډ مات کړ، چې د ۲۰۱۶ کال د اپريل په ۲۸مه ثبت شوی و.
د ویتنام په هانوې کې په موټر سایکل د اوبو لیږدول
د ویتنام په پلازمینه هانوی کې د موټرسایکل په واسطه اوبه وړل کیږي. په دغه هېواد کې د مې په لومړیو کې تودوخې ۴۴،۱ درجو سره نوی ریکارډ جوړ شو.
جاپان؛ په سیوري کې پناه
پرون دوشنبه، د جون ۱۹مه، جاپان د معمول په پرتله دوه میاشتې مخکې د ۲۷ درجو او د هوا رطوبت ۶۱ سلنه تجربه کوي. په جاپان کې، اګست معمولا د ۲۷ درجې تودخې سره د کال تر ټولو ګرمه میاشت وي. تېر کال جاپان د جون په پای کې د تودوخې ۳۵ درجه تجربه کړه، چې د دغه هېواد کې په تېرو ۱۵۰ کلونو کې بې سارې وه.
اندونیزیا: لاسي پکی
د اندونیزیا په بند اچی کې یوه زده کوونکې د ګرمۍ هوا څخه د ځان یخ ساتلو له پاره لاس پکی کاروي. سایسن پوهانو خبرداری ورکړی، چې د « ایل نینو» پديده د اقلیم ګډوډیو، لکه وچکالۍ، قحطۍ او د ناڅاپي سیلابونو لامل شوي. دغه ستره اقليمي پدیده، د نړۍ په تر ټولو لويې بحري حوزه ، جنوبي ارام سمندر کې د جمع شوي انرژي د خوشې کیدو په پایله کې پیښیږي.
بنګله ديش؛ ګرمي او اوبه
د بنګله دېش د پلازمېنې ډاکه اوسېدونکو په تېرو شپږو لسیزو کې د کال تر ټولو ګرمه ورځ د اپریل په وروستیو کې د تودوخې ۴۰ درجې سره تجربه کړه. په راتلونکو ورځو کې به په دغه هېواد کې موسمي بارانونه پیل شي چې دا اورښتونه هر کال د بنګله دېش لویه برخه تر اوبو لاندې کوي.