انځورونه: له امريکا مکسيکو ته د کمپنيو سفر
کمپنۍ (لولکۍ) هر کال له کاناډا او امريکا څخه ۴زره کيلومتري ليري مکسيکو ته سفر کوي، څو ژمی هلته تير کړي. د کمپنۍ او مکسيکو ته د هغوی د جالب سفر په اړه معلومات په دغه انځوريز راپور کي.
کمپنۍ (لولکۍ) (Monarch butterfly) علمي نوم ئې (Danaus plexippus) هغه کمپنۍ دي چي هر کال له راکي غرونو څخه د ژمي تيرولو له پاره مکسيکو ته مهاجرت کوي.
د شلم قرن په پيل کي د دغه ډول کمپنيو(لولکيو) شمېر په نړۍ کي ځکه ډېر کم سو چي د مکسيکو په مرکزي برخه کي چي د هغوی د ژمي تيرولو سيمه ده په ۲۰۱۱م کال کي ۰،۷ هکټاره ته راکمه سوه. دغه سيمه په ۱۹۹۷م کال کي ۱۸ هکټاره وو.
دغه کمپنۍ (لولکۍ) هر کال له امريکا او کاناډا څخه الوزي او د ۴زره او ۴زره پنځه سوه کيلومتره په واټن وهلو سره ځانونه د مکسيکو گرمسيرو سيمو ته رسوي. دوی بيا په پسرلي کي بيرته امريکا او کاناډا ته راگرځي.
د دغو کمپنيو عمر يوازي دوې مياشتي دي. دغه اوږد سفر د دوی څلورم نسل بشپړوي.
څېړونو ښوولې ده چي په طبيعت کي بله هيڅ داسي حشره نه سته چي د دغو کمپنيو په شان په زرونو کلوتره مهاجرت وکړي. د کمپنيو وزرونو ته په کتو سره چي بر ئې ۱۰ سانتيمترو ته رسيږي سړی ويلای سي چي دغه شان اوږد سفر به څومره سخت وي.
خپلي موخي ته د رسېدو له پاره بايد دغه کمپنۍ د ورځي ۷۰ کيلومتره واټن ووهي. داسي ويل کيږي چي د دوی ځينو حتی د ورځي تر ۳۰۰ کيلومترو پوري لا واټن وهلی دئ.
کمپنۍ (لولکۍ) خپل ژمني ټاټوبي ته د سفر پرمهال خپل ځانونه له گلانو تغذيه کوي. خو پوښتنه دا ده چي دوی ولي هجرت کوي؟
Asclepiadoideae بوټی د هغو چينجيانو اصلي خوراک دی چي وروسته لولکۍ يا کمپنۍ ځنې جوړيږي. دغه کمپنۍ د خپل سفر پرمهال په دغه بوټي کي هکۍ اچوي. خو دوی د خپل هدف مسير څرنگه مومي؟
د امريکا د کانزاس پوهنتون د څېړنو له مخي دغه کمپنۍ د سفر پرمهال د خپل ټاټي د مسير موندلو له پاره له لمر او دغه راز د مځکي د مقناطیسي ډگر په مرسته حرکت کوي.
د مکسيکو د «سيرا مادره» درې په ژمي کي د دغو کمپنيو کوربه وي. په دغو سيمو کي د حرارت درجې کمښت د دې سبب کيږي چي کمپنۍ په يو ډول «بې حرکته» حالت کي وي. په دغه وخت کي بايد داسي څه پېښ نه سي چي کمپۍ الوتني ته ولمسوي. که چير دوی پرواز ته مجبوره سي نو د وازدي د کمښت سبب ئې کيږي.
د دغو کمپنيو د ژوند کولو ځای د ناجو هسکي وني دي. که چيري دغه وني کمي سي نو د کمپنيو د کمښت خطر هم سته.
په مکسيکو اوس په هغه سیمه کي چي دغي کمپنۍ (لولکۍ) استيږي د ونو چپه کول منع سوي دي.
تر ژمي وروسته په ميليونونو کمپنۍ بيرته خپل ځانونه ۴ زره کيلومتره سفر ته تياروي.
دا د کمپنيو د هگيو چينجی دی چي وروسته بيا کمپنۍ (لولکۍ) ځنې جوړیږي.
له هگيو تر راوتلو وروسته چينجی په ۲۵ ورځو کي دې ته تياري چي کمپنۍ ځني جوړه سي او الوتنه وکړي.
د روان کال په فيبروري مياشت کي د چاپيريال ساتني فعالانو د امريکا، کاناډا او مکسيکو له چارواکو وغوښتل چي د دغو کمپنيو د مهاجرت لاره خوندي کړي.