انځورونه: د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو تاریخي شیبې
د فرانسې له ۴۸ میلیونه نفوس څخه غوښتل شوي وو چې په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي او خپل نوی ولسمشر وټاکي خو په دې ټاکنو کې د خلکو ونډه د تمې خلاف کمه وه. د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو پایلو ته اروپايي ټولنه هم انتظار باسي.
د فیمین په نامه د خوځښت اعتراض
د ټاکنو په ورځ د فرانسې پولیسو د فمن د خوځښت یوه غړې نیولې ده. د میرمنو دغه خوځښت په فرانسه کې د لوڅو لاریونونو له امله په نړیواله کچه مشهور دی. دوی د ښي اړخو د ګوند د نوماندې مارین لوپن پر ضد اعتراض کوي.
د خلکو کمه ونډه
د تمې خلاف، په دې ټاکنو کې د خلکو ونډه تر پخوا کمه وه. د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې تر غرمې وروسته د خلکو د ونډې کچه ۶۵.۳ سلنه ته لوړه شوې. دغه شمیر د ورځې په پیل کې د ۲۸ سلنه په شاوخوا کې وو.
د ګڼ شمیر پولیسو شتون
د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو له پاره شدید امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د دې ټاکنو د بهیر د امنیت له پاره ۵۰ زره پولیسو ته دنده سپارل شوې ده.
په سړکونو کې د پوځ سرتیري
د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو راهیسې، حالت په فرانسه کې ډیر پوځي شوی دی. د ټاکنو په ورځ هم د فرانسې په واټونو کې د پوځ سرتیرې تر سترګو کیږي.
د یوه بریدګر نیول کیدل
د فرانسې د یکشنبې ورځې د دوهم پړاو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال، د دې هیواد پولیسو یو ترهګریز برید هم شنډ کړی دی. د دې هیواد په شمال کې د فرانسې د پوځ یوه پخواني سرتیري چې په دې وروستیو کې اسلام ته اوښتی وو، د داعش په استازیتوب غوښتل چې یو برید ترسره کړي.
فرانسوا اولانډ هم رایه وکاروله
د دې ټولو امنیتي ستونزو او سیاسي هلو ځلو سره، د فرانسې اوسني ولسمشر فرانسوا اولانډ هم خپله رایه وکاروله.
ماکرون مخکې دی
تر ټاکنو مخکې ترسره شوې نظر پوښتنو ښوولې وه چې امانویل ماکرون د فرانسې د رایه ورکوونکو ډیر ملاتړ لري. ماکرون د اروپايي ټولنې ملاتړی سیاست لري.
هر راز پایلي امکان لري
که څه هم تر اوسه پورې هر څه د ماکرون په ګټه روان دي، خو د امریکا ټاکنو دا وښودله چې هر څه امکان لری او د ټاکنو پایلې هره شیبه بدلیدای شي. مارین لوپین د اروپايي ټولنې او د مهاجرت ضد سیاست لري.
د ټاکنو پایلې
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې به د رایې ورکوونې له لړۍ وروسته چې په ځايي ۶ بجو پای ته رسیږي، اعلان شي.