انځورونه:په سوريه کي له ولسي پاڅون څخه تر نیابتي جګړې پوري
په سوریه کي ۱۰ کاله مخکي کورنۍ جګړه د عربي پسرلي په نامه د ولسمشر بشارالاسد پر وړاندي په سوله ایزو مظاهرو سره پیل سوه. په دغه جګړه کي تر ۳۸۷ زره اضافه انسانان وژل سوي دي. اوس هغه په یوې نیابتي جګړې اوښتې ده.
د ۲۰۱۱م کال د مارچ ۱۵مه
د سوریې په جنوب دمشق او دارعا کي پاڅون کوونکي د دغه هیواد د واکمن بشاالاسد پر ضد راپورته سول.
د ۲۰۱۱م کال جولای مياشت
د شورشیانو مشر ډګروال ریاض الاسد او نورو یاغیانو د (FSA) په نامه د سوریې آزاد پوځ جوړ کړ.
د ۲۰۱۲م کال جولای مياشت
(FSA) د سوریې په شمال کي لوی اقتصادي مرکز حلب او وروسته یې د حُمص سیمي هم ونیولې.
د ۲۰۱۳م کال اګست مياشت
دمشق ته نژدې په شرقي غوطه کي د کیمیاوي برید په نتیجه کي، د امریکا متحده ایالاتو په حواله ۱۴۰۰ انسانان ووژل سول.
د ۲۰۱۳م کال سپتمبر مياشت
امریکا متحده ایالات په یوه پوځي ماموریت سره خبرداری ورکړ، په دې ډول اسد د سوریې د زهرجن ګاز ارسنال «فابریکې» د له منځه وړلو سره موافقه وکړه.
د ۲۰۱۴م کال جنوري مياشت
د اسلامي دولت په نامه سني جهادي ملیشو د رقعې په نیولو سره د سوریې په شمالي ښار کي خپله پلازمېنه اعلان کړه، د وحشت یوه واکمني. حکومت او اپوزیسیون د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب په اول وار په ژنیو کي مخامخ خبري وکړې چي کومه نتیجه یې ور نه کړه.
د ۲۰۱۴م کال می مياشت
تر کلونو محاصرې وروسته د سوریې حکومتي ځواکونو د حُمص زوړ ښار بیرته له یاغیانو ونیو.
د ۲۰۱۴م کال جون مياشت
په اصطلاح اسلامي دولت (داعش) ملیشو د عراق او سوریې نوري برخې هم تر خپلي ولکې لاندي راوستې. امریکا متحده ایالاتو د دغي ډلي په مقابل کي نړیوال ائتلاف جوړ کړ.
د ۲۰۱۴م کال سپتمبر مياشت
امریکا متحده ایالات د عربي او اروپايي متحدینو سره یو ځای په سوریه او عراق کي د داعش پر ملیشو هوايي بریدونه پيل کړل. آلمان هم پکښې ونډه واخيستله.
د ۲۰۱۵م کال جنوري مياشت
د (YPG) په نامه کُردي ملېشې تر سختو جګړو وروسته د داعش ملېشې د ترکیې سرحد ته نژدې، د سوریې له شمالي ښار کوبانه څخه و ایستلې.
د ۲۰۱۵م کال اګست مياشت
د «موږ یې تر عُهدې وتلای سو» په ویلو سره د آلمان صدراعظمي انګیلا میرکل په تاریخ کي یوه جمله ثبت کړه. دغه جمله هغو ډیرو مهاجرو ته متوجه وه چي په خاص ډول له سوریې څخه د بالکان له لاري آلمان ته راتلل.
د ۲۰۱۵م کال سپتمبر مياشت
روسیې د «ترهګرو» پر وړاندي هوايي بریدونه پیل کړل، له همدې کبله د سوريې پوځ د لتاکیا او حلب ځیني سیمې بیرته ونيولې.
د ۲۰۱۶م کال فبروري مياشت
د امریکا متحده ایالاتو او روسیې په منځګړیتوب د هیواد په سطحه یو اوربند رامنځته سو چي ډیر ژر بیرته له منځه ولاړ.
د ۲۰۱۶ م کال ، سپتمبر
د سوریی نظامي ځواکونو د روسیې او ایران په ملاتړ په حلب کي د داعش د ځواکونو په وړاندي عملیات پیل کړل. درې میاشتي وروسته دغه ستر ښار په بشپړ ډول د سوریی د حکومت تر کنترول لاندي راغی.
د ۲۰۱۶م کال ، دسمبر
د ترکیې او روسیې په منځګریتوب د اسد د مخالفینو او د هغه د حکومت ترمنځ یو اوربد رامنځته سو.
د ۲۰۱۷م کال اپریل مياشت
په کوچني ښار خان شیخون کي د کیمیاوي موادو په یوه شکمن برید کي ۸۶ ملکي کسان ووژل سول. امریکا متحده ایالاتو د هغه په جواب کي په اول وار پر حکومتي ځواکونو حمله وکړه او د الشریعت نظامي هوايي ډګر یې وویشت.
مارچ د ۲۰۱۹ کال ، مارچ
د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو په وسیله د ماغوز د ښار په نیولو سره ، داعش تر خپل کنترول لاندي وروستۍ سیمه له لاسه ورکړه.
د ۲۰۱۹م کال ، اکتوبر
ترکیې د کردي ملیشو په وړاندي نوي عملیات پیل کړل. د همدې میاشتي آخره وه چي د داعش مشر ابوبکر البغدادي د سوریې په شمال لویدیځ کي د امریکا متحده ایالاتو په یوه برید کي ووژل سو
د ۲۰۲۰م کال مارچ مياشت
د روسیې او ترکیې په منځګړیتوب د داسي یوه اوربند اعلان وسو چي د اسد د ځواکونو د پرمختګ مخنیوی یې وکړ.
د ۲۰۲۱م کال فبروري مياشت
د سوریې د حکومت له خوا د قتلونو او شکنجو په اړه د لومړۍ نړیوالي پروسې په توګه، د آلمان محکمې د سوريې د استخباراتو یو غړی په بشریت ضد جنایتونو کي د لاس لرلو په تور محکوم کړ. GP/NZ/DW