اندونیزیا کې محصلینو د روهنګیا پر کمپ هجوم وروړی
۱۴۰۲ دی ۶, چهارشنبهملګري ملتونه وايي د نومبر میاشتې له نيمايي راهیسې تر ۱۵۰۰ ډېر مهاجر د اندونیزیا آچه ایالت ته رسېدلي دي. دا د تېرو اتو کلونو په جریان کې د مهاجرو تر ټولو ستره څپه ده. روهنګیا مهاجر په کښتیو کې مهاجرت کوي او په اندونیزیا کې له مخالفت سره مخ دي. ځايي خلکو د هغوی یو شمېر کښتیو ته اجازه نه ده ورکړې او په ځينو مواردو کې ېې د سمندر پر لور بېرته استولي دي.
د فرانسې خبري آژانس د یوې وېډيو پر اساس چې لېدلې ېې ده، وايي چې محصلينو غوښتل چې دغه مهاجر له موقت کمپ څخه د مهاجرو د نوم لېکنې يوه ځايي دفتر ته ولاړ شي، ځکه کېدای شي دوی اخراج کړل شي. په ويډېو کې محصلين غږ کوي: «دوی وباسي. او روهنګیا له آچه څخه رد کړئ.» په دغه ويډيو کې ښکاري چې محصلين روهنګیا مهاجر په لغتو وهي.
يو شمېر مهاجرې ښځې او ماشومان د ژړا په حال کې ليدل کيږي په داسې حال کې چې نارینه ېې پر ځمکه لمونځونه کوي.
خبرځای وايي چې اعتراض کوونکي محصلین له هغو پولیسو سره ونښتل چې د مهاجرو د امنیت له پاره ګمارل شوي چې په نهایت کې پولیسو هغوی ته اجازه ورکړه چې کمپ ته دننه شي.
زیاته شوې ده چې محصلينو د موټرو ټيرونو ته اور اچولی وو او د روهنګیا مهاجرو د انتقال له پاره ېې لارۍ موټرونه تیار کړي ول.
د مهاجرت نړېواله اداره وايي چې دغې پيښې روهنګیا مهاجر سرخت بېرولي او وحشت وهلي کړي دي. یو ان اچ سي آر د دغو مهاجرو د امنیت په هکله اندېښنه ښوولی او له ځايي چارواکو څخه د مهاجرو د خوندیتوب له پاره د فوري اقداماتو غوښتنه کړې ده.
هغوی له دغه ځایه وتلو ته اړ کړي وي. په سلونو زره روهنګيا مهاجر څو کاله مخکې د میانمار پوځ د سرکوبولو په نتيجه کې ګاونډي هېواد بنګله دیش ته مهاجر شول. روهنګیا مسلمانان دي او میانمار هغوی د خپلو اتباعو په توګه نه پېژندل او له ډېرو حقوقو څخه ېې محروم کړي ول.
له آرشیف څخه: