1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياندونیزیا

م.م.: احتمالاً له ۷۰ ډېر روهنګیا مهاجر «مړه یا لادرکه» شوي

۱۴۰۳ فروردین ۳, جمعه

د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو کمشنرۍ ويلي دي چې د اندونيزيا په یو ساحل کې د يوې کښتۍ اوښتو په پېښه کې چې روهنګيا مهاجر پکې سپاره ول، له ۷۰ ډېر روهنګیا «احتمالا مړه یا لادرکه» دي. پېښه کې ۷۵ نور مهاجر ژغورل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4e0tf
Rohingya-Flüchtlinge in Indonesien
انځور: Reza Saifullah/AP/dpa/picture alliance

د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمشنرۍ (UNHCR) د جمعې په ورځ وويل چې د روهنګیا مهاجرو دغه کښتۍ د اندونیزيا د آچه ایالت په ساحل کې اوښتې ده. یو ان اچ سي آر او د مهاجرت نړېوالې ادارې (IOM) په یوې ګډې اعلاميه کې ويلي دي که چېرته د مړېنې دغه ارقام تائید شي، نو دا به په روان کال کې د خپل ډول د مړينې تر ټولو لوړ شمير وي.

د یو ان اچ سي آر ېوه ویاند، بابر بلوچ، رويترز ته وويل چې په دغه کښتۍ کې شاوخوا ۱۵۱ تنه سپاره ول. هغه وويل له دې ډلې ۵۷ تنه ېې د ځايي چارواکو له خوا ژغورل شوي او پاتې نور ېې «احتمالاً مړه یا لادرکه» دي.

په آچه کې د دغې ادارې يو بل چارواکي فیصل رحمان وويل چې د ژغورل شوي مهاجر په ښه روغتیايي وضعیت کې دي چې د سره صلیب په یو ساختمان کې اوسيږي.

د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د ارقامو له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې ۲۳۰۰ روهنګیایانو ځانونه اندونیزیا ته رسولي دي
د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د ارقامو له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې ۲۳۰۰ روهنګیایانو ځانونه اندونیزیا ته رسولي ديانځور: Rahmat Mirza/AP/picture alliance

د مهاجرو د کښتۍ د اوښتو خبر د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې هر ځای خپور شو چې کب نیونکو شپږ مهاجر وژغورل. په آچه کې د کب نيونکو یوې ټولنې وويل چې دغه مهاجر وروسته له هغې چې کښتۍ یې د اوبو د لوړو څپو له کبله اوښتې وه، د چپه شوې کښتۍ پر بدنه ولاړ ول.

روهنګیا مسلمان لږکۍ د ۲۰۱۷م کال په اګست کې د میانمار پوځ له خوا سرکوبه کونکو پراخو علمياتو په لړ کې اړ شول چې ګاونډی هېواد بنګله دیش ته مهاجر شي.

روهنګیا مهاجر په وروستيو کلونو کې له بنګله دیش او میانمار څخ اندونیزيا ته د اوبو له لارې مهاجرت کوي. د ملګرو ملتونو سازمان د یو ان اچ سي آر د ارقامو له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې ۲۳۰۰ روهنګیایانو ځانونه اندونیزیا ته ورسول.

دغې ادارې په جنوري کې وويل چې په ۲۰۲۳ کې له میانمار او بنګله دیش څخه اندونیزیا ته د مهاجرت په لار کې ۵۶۹ روهنګیا مړه یا لادرکه شوي ول چې دا له ۲۰۱۴م کال راوروسته د دوی د مړينې تر ټولو لوړ شمېر دی.

  (Reuters)mks/bs

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل