انجلینا جولي هم د میرکل د کډوالۍ سیاست ستاېنه کړی
۱۳۹۴ آذر ۱۷, سهشنبهد آلمان خبري آژانس DPA په حواله انجلینا جولي په سلگونو زره کډوالو ته د ځای ورکولو له امله د آلمان ستاېنه وکړه. جولي د ډیر شمیر ستونزو سربیره د آلمان د صدراعظمۍ (کډوالو ته د ښه راغلاست) سیاست جاري ساتلو له امله د هغې ستاېنه وکړه.
دغې امریکایۍ فلمي لوبغاړۍ د «ولټ ام زونټاگ» آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي ول: «آلمان د کډوالو اوسني بحران پر مهال د یو مستحکم رول په لوبولو سره په سلگونه زره کډوالو ته پناه ورکړې او د هغوې ژوند یې ژغورلی دی.»
انجلینا جولي د کډوالو له پاره د ملگرو متلونو د ادارۍ استازې هم ده. هغې دا هم وویل چې د کډوالو بار باید یوازې پر آلمان وانه چول شي، بلکې نور اروپایې هیوادونه او امریکا هم باید د کډوالو کړکیچ د حل په برخه کې خپل رول ولوبوي.
انجلینا جولي د سوریي د شخړې د حل په برخه کې د انگلا میرکل د کوښښونو ستاینه وکړه. هغې وویل: «تر کومې اندازې چې ماته معلومه ده، انگلا میرکل د سوریې د شخړې سیاسي حل لارې د لټون په برخه کې ژمنه ده، کوم چې په اروپا کې د کډوالو د کړکیچ رامنځته کیدو اساسي لامل دی.»
انجلینا جولي د نړۍ له هیوادونو څخه هم وغوښتل چې په خپل وار سره په سوریې کې د کورنۍ جگړې د پای ته رسولو په برخه کې خپل رول ولوبوي. نوموړۍ زیاته کړه: « د یو انسان په ټوگه د دغو مسائلو له پاره د حل لارې لټول زموږه وجیبه ده».