امنیت شورا په افغانستان کې د ټاکنو د اخلال بریدونه وغندل
۱۳۹۷ مرداد ۲, سهشنبهد ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي دي چې دغه شورا «په کلکو الفاظو د طالبانو او داعش پورې تړلو کسانو په ګډون هغه کسان غندي چې د ټاکنیز بهیر د اخلال له پاره له تاوتریخوالي کار اخلي.»
ملګرو ملتونو په عین حال کې د خپل هیواد د امنیت په ساتلو کې د افغان امنیتي ځواکونو د فوق العاده جرأت ستاینه کړې ده.
د یکشنبې په ورځ د کابل هوایي ډګر ته نزدي یوې چاودنې ۲۳ کسان ووژل. برید افغانستان ته د ملي یووالي حکومت د لومړي مرستیال د راستنیدو په مهال رامنځ ته شو چې ډیر تلفات یې افغان امنیتي ځواکونه ول. د وژل شویو کسانو په ډله کې د فرانسې خبري آژانس یو موټر چلوونکی هم شامل وو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر په حواله د روان کال لومړۍ شپږ میاشتې له ۲۰۱۰ کال راهیسې تر ټولو خونړۍ وې. په دې موده کې ۱۷۰۰ ملکيان وژل شوي دي. د دغو ملکیانو تر نیمايي ډیر یې د داعش ترهګرې ډلې په بریدونو کې وژل شوي دي.
د چارواکو په حواله تر اوسه پورې نزدې ۸،۹ میلیونه افغانانو په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د ګډون له پاره نوم لیکنه کړې ده. په دې کې تر درو میلیونو ډیري ښځې هم شاملې دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې همداراز په افغانستان کې د دیموکراتیکو بنسټونو پر ودې باندي ټینګار شوی دی. پر دې سربیره په ټاکنو کې د ښځو او اقلیتونو پر ګون باندې هم تأکید.