امنيت شورا: پر ايران باندي بايد نوي بنديزونه ولګول سي
۱۳۸۹ فروردین ۲۶, پنجشنبهد ملګرو ملتونو د ټولني د امن د جرګې پنځو دايمي غړيو او آلمان بيا په دې هکله مشورتي خبري اتري په نیوریاک پيل کړي دي، چي د ايران د اټومي پروګرام د لانجې په اړوند ددغه هیواد په مقابل کي نوي بنديزونه بايد ولګول سي.
د ايران پر ضد د نوي بنديزونو د لګولو په هکله په نیویاک کي د امريا د متحده ایالتونو له خوا يوه مسوده وړاندی شوي.
په دغه نوي مسوده کي له دې څخه خبري سوي، چي د انرژۍ، بيړۍ چلولو، او مالي برخو کي دي د ايران پر ضد نوي بنديزونه ولګول سي.
په نيويارک کي د چين دولسي جمهوريت، روسيې، فرانسې او د لويي برتانيې استازو د شپږو هيوادونو د ډلي خبري ډيري اغېزمني بللي.
د ملګرو ملتونو په ټولنه کي د آلما ن سفير پتر ويتيګ د ايران له حکومته څخه ددې غوښتنه کړې، چي دغه هيوا د دخپل اټومي پروګرام په لانجه کي د نړيوالي ټولني غوښتني ومني.
AG/ ضياالحق فضلي
کتونکی. زيارمل