د امریکايي چارواکي د ترور هڅې په شک يو پاکستانی نیول شوی
۱۴۰۳ مرداد ۱۷, چهارشنبهد فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د امریکا عدليې وزارت په یوې اعلاميه کې ويلي دي چې ظاهراً آصف رضا مرچنټ د داسې یو کس په لټه کې وو تر څو په امريکا کې یو امریکايي سیاستوال یا د امریکا یو حکومتي چارواکی تررو کړي.
په رپوټ کې د امریکا متحده ایالاتو لوی څارنوال، ماريک ګارلند، له قوله ويل شوي: «د عدلیې وزارت له کلونو راهیسې د ایران د ګستاخیو او د قاسم سلیماني د وژنې سره په تړاو د امريکايي چارواکو د وژنې په موخه د ایران د پر له پسې هڅو پر ضد مبارزه کړې ده.»
د ایران د سپاه پاسداران مشر، جنرال قاسم سلیماني چې د فرانسې خبري آژانس هغه د ایران د بهرنیو پوځي عملیاتو مشر بللی، د ۲۰۲۲م کال په جنوري کې د امریکا متحده ایالاتو د یوې بې پيلوټه الوتکې په حمله کې په بغداد کې ووژل شو. ایراني چارواکو په کراتو د هغه د «غچ اخیستلو» خبرداری ورکړی دی.
آیا د امریکا پر پخواني ولسمشر دونالد ترمپ قاتلانه حمله هم د مرچنټ له اهدافو څخه وو؟
د امریکا لويې څارنوالۍ ويلي داسې کوم شواهد نشته چې مرچنټ دې د جولای په ۱۳مه د پنسلوانیا په بوتلر کې پر پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په شوې قاتلانه حمله کې ښکیل وي.
د اف بي آی مشر، کريستوفر واري، وويل چې دغه پاکستاني وګړي «له ایران سره نژدې اړېکې» لرلي دي. د اف بي آی یو بل چارواکي ويلي، ظاهرا هغه قاتل چې مرچنت ېې د ګمارلو په لټه کې وو د اف بي آی تر تعقیب لاندې وو.
د فرانسې خبري آژانس وايي، مرچنت د جولای په ۱۲مه په داسې حال کې چې له امریکا څخه د وتلو پلان ېې درلود، ونيول شو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د پاکستان حکومت د دغې موضوع په تړاو له امریکايي چارواکو سره په تماس کې دی.
امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۲ کال په اګست د ایران سپاه پاسدارن د امریکا د ملي امنیت د سلاکار جان بولټن د قتل پر توطیه تورن کړ.
عدليې وزارت ويلي دي، شهرام پورصفی چې اوس هم پټ دی، د بولټن د وژنې له پاره ۳۰۰زره امریکايي ډالر انعام ټاکلی وو.
ایران د بولټن د وژنې په تړاو دغه ادعا «بې بنسټه» بللې او هغه ېې رد کړې ده.
(AFP)mks/akh