امریکا افغانانو ته ۳۴ زره د مهاجرت ځانگړې ویزې ورکړي دي
۱۴۰۲ شهریور ۵, یکشنبهپه کابل کې دامریکا متحده ایالاتو سفارت چې اوسمهال له قطر هیواد څخه فعالیت کوي ویلي دي چې د دغه هیواد د ولسمشر په توگه د جو بایډن د کار پیلولو راهیسې یې تر اوسه پورې نږدې ۳۴ زره زیات د خطر سره مخ افغانانو ته د مهاجرت ځانگړې ویزې (اس آی وي) ورکړي دي.
د دغه سفارت په یوه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اگست ۲۵نېټه) ناوخته خپره شوې ده راغلي دي، «مونږ به دا لړۍ جاري وساتو، مونږ یې نه دروو».
د ۲۰۲۱م کال په اگست میاشت کې کله چې طالبانو یو وار بیا په افغانستان کې واک په خپل لاس کې ونیوه، امریکا متحده ایالاتو او د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) ټولو غړو هیوادونو لسگونو زره افغانان مختلفو هیوادونو ته تخلیه کړل.
په افغانستان کې د موجودو ستونزو په پام کې نیولو سره اوس هم په زرگونو افغانان په دې هڅه کې دي چې یوه لاره پيدا کړي او له دغه هیواد څخه ووځي.
په تیرو دوو کلونو کې طالبانو د هرې میاشتې په تیریدو سره په ځانگړي توگه پر ښځو محدودیتونه ډیر کړي دي. په تر ټولو وروستي مورد کې طالبانو ښځې په بامیان ولایت کې د بند امیر ملي پارک ته له ورتگ څخه منع کړي دي.
ډیر شمیر افغانان په سختو شرایطو کې د پاکستان او ایران په څیر گاونډیو هیوادونو کې ژوند کوي او د امریکا د ویزې په اړه د خپلو غوښتنلیکونو په برخه کې تصمیم نیول کیدو ته په تمه دي.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له خوا د خپرو شوو رسمي شمیرو له مخې تر ۱۵۲ زره ډیرو افغانانو د واشنگټن ځانگړو مهاجرتي ویزو له پاره غوښتنلیکونه ورکړي دي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا