1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا پر افغانستان باندي يو ميليارد ډالر مرسته کموي

۱۳۹۹ فروردین ۵, سه‌شنبه

په کابل کي د قدرت پر سر مبارزې له امله د امريکا متحده ايالاتو حکومت د افغانستان له پاره د خپلو مرستو له پيسو څخه يو ميليارد ډالر کموي.

https://p.dw.com/p/3ZwXE
Symbolbild Afghanistan USA Flaggen
انځور: Getty Images/Mark Wilson

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو کابل ته تر خپل سفر وروسته د دوشنبې په ماښام په واشنګټن کي وويل چي د قدرت پر سر مبارزې د امريکا او افغانستان اړيکو ته تاوان ورساوه او متأسفانه هغه افغانان، امريکايان او نور متحدين يې سخت مايوسه کړل، چي ددغه هيواد د بيا رغوني او راتلونکي له پاره مبارزه کي يې خپل ژوند او خپله هستۍ قرباني کړې وه.

پمپيوهمدارنګه خبرداری ورکړ چي په راتلونکي کال کي به يوبل ميليارد ډالر مرستي هم راکمي کړي.

د دې کار علت د ولسمشر محمداشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ شخړي دي. عبدالله د ولسمشرۍ ټاکنو پروخت د غني پر وړاندي راڅرګند سو. دواړو ځانونه بريالي وبلل او د ولسمشرۍ ادعا يې وکړه.

د افغانستان د انتخاباتو کميسيون بيا د فبرورۍ پر ۱۸ مه غني د ۵۰ اشاريه ۶۴ رايو په تر لاسه کولو سره ګټونکي اعلان کړ او عبدالله بيا دا نه مني او خپل ځان ئې جمهور رئيس اعلان کړی دی.

په ۲۰۱۴م کال کي هم دواړو سيالانو د جمهوري رياست پرسر شخړه سره درلوده. وروسته بيا د امريکا متحده ايالاتو په منځګړيتوب بلاخره تر مياشتو مياشتو وروسته د يوه تفاهم په توګه د ملي وحدت حکومت جوړ سو.