«امريکا يمن ته لېږدېدونکي ايرانۍ وسلې راگرځولي»
۱۳۹۴ اسفند ۱۰, دوشنبهد سعودي عربستان رسمي خبري آژانس (SPA) د امریکا د بهرنیو چارو وزير جان کېړي، په حواله ويلي دي چي امريکا يمن ته لېږېدونکي ايرانۍ وسلې راگرځولي دي.
د دغه راپور پر اساس، جان کېړي کانگرس ته ويلي دي: «موږ يوه کښتۍ راگرځولې ده چي له ايران څخه ئې يمن ته وسلې انتقالولې. دا ښيي چي ايران اوس هم په یمن کي د وسله والو ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي.»
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه پوري په رسمي توگه دغه خبر تائيد کړی نه دئ.
د عربستان رسمي خبري آژنس دغه راز لیکلي دي چي د نړيوال ائتلاف سمندري ځواکونو تيره اوونۍ د پرمختللي تخنیک ارتباطي دستگاوي، خوارکي مواد او نوري مرستي راگرځولي دي. د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف وياند احمد بن حسن عسيري، ويلي دي چي دغه مرستي په يمن کي حوثي ياغيانو ته لېږدول کېدلې.
ايران په يمن کي د حوثي ياغيانو پلوي کوي. دغه ډله له څو ورځو راهيسي تلاښ کوي چي د عدن مهم بندر چي سره سمندر ته د ننوتلو لار ده، په خپل کنترول کي راولي.
د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف د يمن د جمهور رئيس عبد ربه منصور په پلوی پر حوثي ياغيانو هوايي يرغلونه کوي.