امريکا او جاپان پايلوبي ته ووتل
۱۳۹۰ تیر ۲۳, پنجشنبهد ښځو فوټبال د نړيوال جام په سياليو کي د چهارشنبې په ورځ دوې، نيمه پايلوبي تر سره سوې. د نيمه پايلوبو په لومړۍ لوبه کي امريکا فرانسي ته په يوه زړه پوري لوبه کي ماته ورکړه. امريکا دغه لوبه ۳:۱ په مقابل کي وګټله.
د نيمه پايلوبو دوهمه لوبه د جاپان او سويډن لوبډلو تر منځ وه، چي دغه لوبه د جاپان په ګټه تمامه سوه. جاپان په دې وتوانيد چي سويډن ته ۳ ګوله ورکړي، خو په جواب کي يې سويډن دومره ښه ونه ځليد او يوازي د ۱ ګول په ور کولو وتوانيدی.
د جاپان لوبډلي د دغه لوبي تر ګټلو ددې خبري امکان ډير سو چي دغه جام آسيا ته لاړ سي.
د جولای پر ۱۷ نيټه د يکشنبې په ورځ به د آلمان د فرانکفورت په ښار کي د جاپان او امريکا تر منځ د ښځو د فوټبال نړيوال جام پايلوبه تر سره سي.
د ښځو د فوټبال د نړيوالي درجه بنديو پر اساس امريکا په دغه قطار کي لومړی ځای لري او جاپان څلورم. د امريکا د متحده ايالاتو د ښځو د فوټبال ټيم ۳ ځلي اولمپيک اتلولۍ ګټلي دي.
دويچه ويل/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل