اماراتو د افغان پريميرليگ سيالۍ ومنلې
۱۳۹۷ تیر ۶, چهارشنبهد افغانستان کريکټ بورډ له خوا د چهارشنبې په ورځ خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي د اماراتو کرکټ بورډ د کرکټ نړيوالې شورا ته په يوه استول شوي لیک کې ويلي دي چې دوی په متحدو عربي اماراتو کې د افغانستان غوره ليګ (APL ) سیالیو له ترسره کیدو سره هوکړه کړې.
د خبرپاڼي له مخي دغه سيالۍ به د کريکټ د نړيوالې شورا تر منظورۍ وروسته د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر میاشت کې په اماراتو کې پيل سي.
د افغانستان کرکټ بورډ سوداګريزي شل اوریزه سيالۍ (APL) د ليګ په لومړي پړاو کې پينځه لوبډلې دي، چې د دواطلبۍ پر اساس به ګټونکو کمپنیو ته ورکړل شي.
په خبرپاڼه کي راغلي دي چي دغه سيالۍ به د اکتوبر میاشتې له ۵ تر ۲۳ نيټې پورې دوام وکړي، چې د افغان لوبغاړو ترڅنګ به نړيوال لوبغاړي هم پکې ولوبول شي.
افغانستان کريکټ بورډ او ټي سي ایم تر منځ د ۲۰۱۸م کال په اپریل میاشت کې یو تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې ټي سي ایم له افغانستان کريکټ بورډ سره د اې پي ایل له پاره د تطبیقوونکې کمپنۍ په توګه کار کوي.