الوتکه نزدې وه چې سیند ته ولویږي
د پګاسوس هوایي شرکت الوتکه د ترکیې په ترابزون هوایي ډگر کې د کښېناستو پر مهال له ځغاست لیکې څخه ووته او سيند ته د لوېدو پرمهال د سيند پر ځنډه بنده سوه. الوتکه له اوبو یوازې څو متره ليري وه.
آسانه الوتنه او خطرناکه ناسته
دغه الوتکه له انقرې څخه الوتې وه او د ترکیې په شمال ترابرزون هوایي ډگر کي د ناستې پر مهال له ځغاست لیکې څخه وښویده. په انځورونه کې لیدل کیږي چي د الوتکي پزه له اوبو څخه څو متره وړاندي وه. د پګاسوس هوایي شرکت په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې په پيښه کې ټول ۱۶۸مسافرو او د الوتکې عملې ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د ترکيې چارواکي د پيښې په هکله پلټنې کوي
د ترابزون والي ويلي دي چې څیړونکې غواړي دا خبره معلومه کړي چې ولې الوتکه له رن وې څخه وتلې. د پیښې د علت په هکله دقیق څه نه دي ویل شوي.
هیڅوک ټپیان نه دي
د ترکي رسنیو له خوا خپاره شوي انځورونه ښيي چې له الوتکې تور لوګي پورته کیږي او ښایي په الوتکه کې اور لګیدلی وي. یوه مسافر یوکسل ګوردو، د ترکیې دولتي رسنۍ ته ویلي دي چې دا یوه «معجزه» وه چې ټول ۱۶۸ کسان له پیښې روغ رمټ ووتل. د هغه په خبره ښایي «موږ سوځیدلی وای، الوتکه چاودلې وای او یا سیند ته لویدلی وای.»
په الوتکه کې ګډوډي
د فاطمه ګوردو په نوم یوې بلې مسافري د ترکیې د دوګان په نوم خبري آژانس ته ویلي دي، کله چې الوتکه له رن وې څخه ووتله او بل لور ته رهي شوه نو په الوتکه کې دننه هله ګوله رامنځ ته شوه.
ترابزون هوایي ډګر څو ساعته تړلی وو
د الوتکې بیرته د ځغاست لیکي پر لور درایستلو له پاره هلې ځلې د دې سبب شوې چې هوایي ډګر څو ساعته وتړل شي. د یکشنبې په سهار وختې بیرته الوتنې په عادې ډول پیل شوې.