المان د ليبيا د پاڅون کونکو له ملي شورا سره مرستي کوي
۱۳۹۰ تیر ۱۰, جمعهد المان د بهرنيو چارو وزير، ګيدو وستر ويله، له محمود جبريل سره له ليدني کتني څخه وروسته ژمنه وکړه چي المان به دغي شورا ته هغه مرستی چي یو حکومت ورته د خپلو ادارو د چلولو لپاره اړتیا لري چمتو کړي.
د ليبيا انتقالي ملي شورا د نوموړي هيواد له ياغيانو چي د معمر القذافي د رژيم پرضد جنګيږي، استازيتوب کوي.
وسترويله وويل چی په لومړي سر کي مهمه خبره دا ده چي د لبيا د ولس سترو اړتياو ته ځواب ورکړاي شي او آلمان د دي کار لپاره چمتو دي. هغه زیاته کړه:
«مونږ دغو اړتياو ته د ځواب لپاره 15 مليونه ايرو ځانګړي کړي دي. دغه راز نوري پروژي مو هم لاس لاندي نيولي دي، چي د هغو لمن د څښاک د اوبو د چمتو کولو څخه نيولي تر د بريښنا د رسولو پوري رسيږي.»
المان همداراز ژمنه کړي چی د سل ګونو هغو ليبيايانو روغتيايي پالنه هم وکړي چي په رواني جګړي کي له جسمي او روحي لحاظه ټپيان او معلول شوي دي. د دي تر څنګ به المان د هغو لیبیایی محصیلینو سره هم مرسته وکړي چی اوس مهال المان کي په زدکړو بوخت دي.
د المان د بهرنيو چارو وزير د ليبيا د انتقالي شورا مشر ته ژمنه وکړه چي المان به د معمر القدافي پر ضد د نړيوالي محکمي د ګرفتاري د امر د عملي کولو په اړه هم له لازمو سياسي فشارونو څخه کار واخلي.
ویستر ویله یو ځل بیا د لیبیا د خلکو د پاسونونو څخه د خپل هیواد ملاتړ اعلان کړ او وویل چي په لیبیا کی باید یو دیموکرات نظام حاکم وي.
د ليبيا د انتقالي شورا مشر، محمود جبريل، هم د آلمان له دي دريځ څخه هرکلي وکړ. هغه همداراز وویل چی د لیبیا خلک د المان هغه دریځ ته چی نه غواړی د دغه هیواد په خګړی کی پوځي برخه واخلي درناوي کوی.
«مونږ د ليبيا د روان کړکيچ په وړاندي د المان دريځ ته درناوي لرو. مونږ پوهيږو چي ولي المان نه غواړي په وسلوال اخ او ډب کي ګډون وکړي. د مرستو لاري چاري زياتي دي. د المان له بشري مرستو څخه مننه کوو. زمونږ د خلکو لپاره دا ټول اهميت لري.»
د آلمان د بهرنيو چارو وزير وويل چي د ليبيا په کړکيچ کي آلمان ناپلوي نه دي. هغه آن د جون په مياشت کي د ليبيا د پاڅون کونکو ملي شورا د ليبيا د خلکو د قانوني استازي په توګه په رسميت وپيژندله.
ریچارد فوکس/ عبدالباري حکيم
کتونکی: مسعود جهش