اقلیمي بدلونونه د انتراکتیکا له پاره خطرناک ګڼل کیږي
په دې وروستیو کې سائنس پوهانو ته معلومه شوې ده چې اقلیمي بدلونونو د انتراکتیکا براعظم او هلته د موجودو پینګوینو پر نسل، ژورې اغیزې کړي دي. د ۲۰۲۰م کال فبرورۍ د انتراکتیکا په تاریخ کې تر ټولو ګرمه فبروري وه.
په انتراکتیکا کې یو ماموریت
د روان کال په لومړیو کې له دوو پوهنتونو څخه د امریکایي ساینس پوهانو یوه ډله د انتراکتیکا پر لور روانه شوه. دوی غوښتل معلومه کړي چې د ۱۹۷۰م کال په پرتله اوس هلته څومره پينګوين موجود دي. په دې سیمه کې د وروستي ځله له پاره داسې یوه سروی په ۱۹۷۰م کال کې ترسره شوي وه.
د «چِن ستریپ» پنګوينو خصوصیات
د چِن ستریپ پینګوينو نسل د سویلي پاسیفیک بحیرې او د انتراکتیکا بحیرې په ټاپوګانو کې ژوند کوي. دوی ته دا نوم د مښوکې او غاړي ترمنځ د نري پټې یا کمر بند له امله ورکړل شوی دی. دا پینګوین ډیر لوړ غږ لري او لیري ځایه سړي ته معلومیږي چې دلته په شاوخوا کې به د چِن ستریپ نسل پینګوين موجود وي. دا عموماً له انسانانو ویره نه لري.
د اندیښنې وړ پایلې
سائنس پوهانو د دغو پينګوينو د شمیر معلومولو په موخه د ډرون (بی پیلوټه الوتکې) ترڅنګ له نورو لارو چارو هم استفاده کړې ده. دوی دې نتیجې ته رسیدلي دي چې د پینګوينو په څو کالونیو یا ټولګیو کې د دوی شمیر تر ۷۰ سلنې هم کم شوی دی. د بیولوژي کارپوه سټیو فارسټ په خبره دا یو ډراماتیک کمښت دی.
د خوراک کمښت
کوچني کبان د چِن ستریپ نسل د پینګوينو د خوراک عمده برخه ده. د خپل خوراک د پیدا کولو له پاره دوی حتی تر۸۰ کیلومترو پورې واټن هم وهلی شي. د دوی بڼکې د یوه ګرم جمپر په څیر دي چې په مرسته یي حتی په یخ او کنګل اوبو کې هم لامبو وهي. خو د اقلیمي بدلونو له امله د دوی خوراک مخ پر کمیدو دی.
د نسل زیاتولو چیلنج
د چِن ستریپ نسل پینګوين د هګۍ اچونې پر مهال ترجیح ورکوي چې له نورو لیري په یوه جلا ځای کې اوسي. دا د تیږو یا ډبرو ترمنځ یوه ځاله جوړوي او دوې هګې اچوي او بیا نر او ښځه دواړه د دې هګیو ساتنه کوي. خو د خوراک د کمښت له امله د نسل د زیاتولو موضوع هم اغیزمنه شوې ده.
په پنځو کلونو کې شمیر نیمایي شوی
په اوس وخت کې په ټوله نړۍ کې د چِن ستریپ پینګوینو شمیر ۸ میلیونو ته رسیږي. خو په تیرو پنځوسو کلونو کې د انتراکتیکا او سویلي پاسیفیک بحیرو په سیمه کې یې شمیر نیمایي شوی دی. اوس د دغو پینګوینو نسل د ورکیدو له خطر سره مخامخ نه دی، خو د دوی په شمیر کې دومره کمښت پر دې دلالت کوي چې اقلیمي بدلونونو څومره د دوی نسل ته زیان اړولی دی.