افغان چارواکو د حکیم الکوزي کار بند کړ
۱۳۹۹ خرداد ۱۳, سهشنبهدغه خبره په کابل کي روغتايي چارواکو کړې ده. چارواکو تر دې یوه ورځ دمخه د هغه دوا ضبط کړه، تر څو د هغه ترکیب معلوم کړي. د حکیم الکوزي په نامه یونانی طبیب ادعأ کوي، چي د کرونا ویروس پر ضد یې اغیزمنه دوأ کشف کړې ده. تر دې وروسته په افغاني رسنیو کي سخت جنجالونه او ضدونقیض بحثونه رامنځته سول. ډاکټرانو او صحي مسؤلینو پر هغه باندي انتقاد وکړ او هغه يې په دې تورن کړ، چي خلګو ته غلطه او بې معنی امیدواري ورکوي.
د رسنیو په حواله بیا په سلهاوو خلګ د هغه د کلینیک مخته پدې امید سره راټول سوي وه، چي دوا په لاس راوړي او جوړ سي.
په افغانستان کي په اوس وخت کي ۱۵۷۵۰ کسان په کرونا ویروس باندي اخته دي، خو کیدلای سي د هغوی تعداد تر دې هم ډیر وي، ځکه چي ډیر لږ کسان ټِست سوي دي. تر څلورو لسیزو جنګونو او بحران وروسته افغانستان د نورو تر څنګ د طبي امکاناتو د سخت قلت سره مخامخ دی. خصوصأ د کرونا بحران پر وخت په هر شي کي کمبود لیدل کیږي، نه یې صحي پرسونل سته او نه یې هم طبي وسایل.
زموږ له آرشيف څخه: